د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۰

فدايي:د تښتول شويو کسانو په ژغورلو کې ملي اردو پاتې راغله


د ميدان وردګ والي محمد حليم فدايي
د ميدان وردګ والي محمد حليم فدايي

په ميدان وردګ پنځه افغان سرتېري او درې استخباراتي مامورين چې دوې ورځې مخکې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوي وو، وژل شوي او مړي يې پرون وموندل شول. د ميدان وردګ والي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، که څه هم دوى امنيتي ارګانونو ته خبر ورکړى و، خو دوى ونه توانېدل دغه کسان وژغوري او دا مسئله به د نورو سرتېرو پر روحيې منفي اغېز وکړي.

د ميدان وردګ والي محمد حليم فدايي ازادۍ راډيو ته وويل، دغه اته کسان چې پنځه يې افغان سرتېري وو تر تښتونې وروسته وژل شوي دي، فدايي دا يوه ډېره خواشينوونکې پېښه وبلله.

د ميدان وردګ چارواکي وايي، دغه کسان په داى ميرداد ولسوالۍ کې تښتول شوي وو.

اسوشېټېډ پرېس اژانس وايي، په وژل شوېو کې پنځه تنه افغان سرتېري او درې نور د ملي امنيت کارکوونکي وو.

طالبانو د دغو اتو کسانو د تښتونې او وژنې مسووليت منلى دى.

د کابل د جنوب لوېديځ په ٨٠ کيلومترۍ کې پروت ميدان وردګ ولايت کې چې د کابل دروازه ګڼل کېږي ناامني زياته شوې ده.

د رويټرز اژانس په حواله د طالبانو، په القاعده پورې د تړلې حقاني شبکې او نورو سخت دريځو ګروپونو فعاليتونه په دې ولايت کې زيات شوي دي.

والي په خپل ولايت کې د ناامنۍ د زياتېدو لوى علت د افغان ملي اردو غفلت ګڼي.

د ناامنيو په دوام تېره اوونۍ په سيد اباد ولسوالۍ کې د يوې څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې اته دېرش کسان ووژل شول، چې اووه يې افغان کومانډو سرتېري، دېرش يې د امريکا د سپېشل فورس يا ځانګړو ځواکونو عسکر او يو ملکي ترجمان و.

دا په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې مېشتو امريکايي پوځيانو ته خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.

په روان ميلادي کال کې د وژل شوېو بهرنيو سرتېرو شمېر ٣٩٣ ته پورته شوى.

د ايساف يو عسکر پرون د افغانستان په ختيځ کې د غيرمحاربوي پېښې د ټپونو له کبله مړ شو، دغو ځواکونو د هر کله غوندې په دې باب نور معلومات نه دي ورکړي.

جنوب هم پر کراره نه و، پرون د يوې کورنۍ پنځه د هلمند په ګريشک ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې موټر يې پر يوه ښخ شوي ماين وربرابر شو، په وژل شوېو کې درې تنه ښځې وې.

تېره مياشت ملګرو ملتونو په خپل يوه راپور کې وويل، د روان ميلادي کال په لومړېو شپږو مياشتو کې ١٤٦٢ ملکي افغانان وژل شوي او وسلوال طالبان د اتيا فيصده وژنو مسوول ګڼل شوي دي.

دې ادارې ويلي وو، د ملکي تلفاتو لوى علت د ماينونو او جوړو شوېو بمونو چاودنې دي.
XS
SM
MD
LG