سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په کابل کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په حواله په غټو ټکو سره لیکلي، چې اوباما او کرزي ته په کار ده، چې خپلې اړیکې ورغوي.
ورځپاڼې وړاندې په افغانستان کې د قومي او دولتي مشرانو د وژنې لړۍ ته په اشارې لیکلي، چې ښاغلې خلیلزاد په دې باور دی، که د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې اصلاح شي، نو دا ستونزې به هم له منځه ولاړې شي.
ورځپاڼه لیکي، که څه هم تراوسه دا نه ده څرګنده، چې د دغو وژنو انګیزه څه ده او تر شا یې د چا لاس دی، خو ظاهراً یې مسوولیت طالبان په خپله غاړه اخلي.
خو ورځپاڼې بیا په دې اړه جزیات نه دي وړاندې کړي، چې دا وژنې د افغانستان او امریکا ترمنځ له اړیکو سره څه تړاو لري؟
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د خلیلزاد په تبصرې بحث کړی او په غټو ټکو سره یې لیکلي، چې د قومي او دولتي مشرانو د وژنې په لړ کې ان د ولسمشر کرزي د وژنې هڅه هم شوې.
ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلې خلیلزاد په دې باور دی، چې په کندهار کې د احمد ولي د فاتحې په مراسمو کې د شوې ځان وژونکې حملې اساسي هدف خپله ولسمشر و.
ورځپاڼه لیکي، چې زلمې خلیلزاد د قومي او دولتي مشرانو د وژنې دا لړۍ د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د اندیښنې وړ یو ګواښ بولي او وایي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له حامد کرزي سره د تعامل په برخه کې د منفي غبرګونونو په ښودلو سره جدي تیروتنې کړي دي.
د بن راتلونکې غونډه او په دې غونډه کې د افغانستان د استازیتوب په سر روان بحثونه بله مساله ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو راخستې.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د بن د غونډې په اړه بیا هم د افغان دولت دا دریځ راخستی، که دې غونډې ته افغانان په متفرق ډول وبلل شول، نو افغان حکومت به په کې ګډون ونه کړي.
ورځپآنې په ورته وخت کې په دې اړه د امریکا د سفیر څرګندونې راخستي، چې په دې غونډه کې یې د مدني ټولنې د استازو په ګډون ټینګار کړی.
د ورځپاڼې په وینا راین کراکر په افغانستان کې د مدني ټولنو رامنځته کیدل ستره لاس ته راوړنه بولي او وایي، چې د بن په راتلونکي غونډه کې د دوی ګډون ضروري دی.
خو سرنوشت بیا د بن په دویمه ناسته کې د مدني ټولنې د استازو د ګډون په اړه د امریکا د سفیر په څرګندونو انتقاد کړی.
ورځپانه لیکي، چې اوس مهال په افغانستان کې ریښتینې مدني ټولنې نه شته او د دې ټولنو په نامه بیا هم پخواني رټل شوي خلک راټول شوي، چې تر ډیره د پردیو په اشاره کار کوي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د مدني ټولنو له موجوده جوړښتونو څخه د امریکا د سفیر دفاع بیا هم یوه ستره تیروتنه بللې او لیکلي یې دي، چې دا کار به بیا هم ستونزې وزیږوي.
خو ملي ارمان بیا لیکلي، که په دې غونډه کې د افغانستان استازيتوب حکومت ته ورکړای شي، نو دا به بیا هم یوه تیروتنه وي، ځکه د ورځپاڼې په وینا افغان حکومت د ځینو ملحوظاتو له امله په خلکو کې خپل باور له لاسه ورکړی دی.