د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۵

په سوريه کې د جمعې تر لمانځه وروسته نوې مظاهرې


په سوريه کې د مظاهرو يوه صحنه
په سوريه کې د مظاهرو يوه صحنه
د سوریې فعالانو نن د جمعې تر لمانځه وروسته د سترو مظاهرو غږ وکړ.

دا غوښتنه د هغې ډلې له خوا په انټرنټ کې خپره شوې چې د مارچ میاشتې راهیسي د جمهور رییس بشار الاسد پر ضد د پیل شویو مظاهرو اصلي هڅوونکي ګڼل کېږي.

د سوریې حکومت په دې وروستیو کې د مظاهره کوونکو ټکول زیات کړي او تېره ورځ یې په حما ښار کې زیات شمېر کسان ووژل.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلېنټن د پنجشنبې په ورځ له خپل کاناډایي سیال جان بیرډ سره په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرنس کې له اروپایانو، عربو او نورو څخه په ټینګه وغوښتل چې په سوریې کې د شخړو ختمولو لپاره دې زیات څه وکړي.

کلنټن وویل:

“موږ ولیدل چې د بشار الاسد رژیم په روانې اوونۍ کې د خپلو خلکو پر ضد شخړو ته دوام او زور ورکړ . ځینې وختونه د سوریې په لارو او کوڅو کې زړه بوږنوونکې تراژیدي صحنې له سترګو پناه کېږي او موږ یې یوازي د شمېر ننداره کوو. خو په دې وروستیو کې د سوریې د رژیم د ټانکونو او عسکرو په ډزو کې د یوه کلن ماشوم وژنه د روانو پېښو څرګند مثال دی”.

کلنټن دغه راز بشار الاسد د شاوخوا دوه زرو کسانو په وژنې تورن کړ.

ملګرو ملتونو په روانې اوونۍ کې د لومړی ځل لپاره د سوریې په اړه اعلامیه صادره کړه، د مظاهره کوونکو ټکول یې وغندل او ویې ویل، د دغو ځپلو له مسوولانو څخه به پوښتنه وشي .
XS
SM
MD
LG