د ولسي جرګې د انتخاباتو بې نتیجې پاتې معترضه کاندیدان ادعا کوي، چې د انتخاباتي درغلیو د څېړنې ځانګړې محکمې عدالت تر سیاست قرباني کړي دي.
د دغو کاندیدانو په خبره چې د ځانګړې محکمې کړنې او پرېکړې نیمګړې دي او تېر شوي انتخابات دې لغوه شي.
دغو کاندیدانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې پر ځانګړې او استناف محکمې تور ولګاوه، چې پریکړې یې په سیاسي زور او د پردیو په سلا کړي.
د دوي له ډلې څخه د پکتیا یو بې نتیجې معترض کاندید عبدالولي صحي:
(نوم يي دې محکمې خو پریکړه يي سیاسي،مشورتي موږ اختصاصي محکمه غوښتې وه ددې لپاره نه چې دې د بندو دروازو تر شا کیني او د محکمې نوم دې بدنام کړي په ډیر خواشینی سره باید ووایم چې اختصاصي محکمه د څو ناستو غلوپه فشار سیاست ته عدالت ټیټ کړ. )
دغو کاندیدانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر استازي، د امریکا پر پخواني سفیر او نورو ټولنو دا انتقاد هم وکړه، چې ولې یې تر وخت مخکې دغه ناسم انتخابات تائید کړه.
د ولسي جرګې د انتخاباتو د درغلیو او سرغړونو د څېړلو ځانګړې محکمې د روان میلادي کال د جون پر 23 مه په خپله وروستۍ پرېکړه کې، د معترضو کاندیدانو له ډلې څخه 62 تنه ولسي جرګې ته بریالي اعلان کړه او پر ځای یې د دې جرګې له 62 وکیلانو څخه د وکالت حق واخیستی.
د ځانګړې محکمې له پرېکړې سره سم بریالي معترض کاندیدان بیا د بې نتیجې معترضو کاندیدانو ادعا ناسمه بولي او وايي، چې محکمې سمه پرېکړه کړې.
بریالي اعلان شوي کاندید داود سلطانزوی وايي، چې د محکمې تر پرېکړې وروسته یوه خوا پرېکړه مني او بل خوا به بیا هم دغه ډول ادعا کوي:
(ټولو افغانانو ته دا عرض کوم چې څوک په یوه چوکاټ کې ژوند کوي او بلاخره یوه موضع محکمې ته راوړي ۱۰۰فیصده خلک له هغې نه نه راضي کیږي.
مګر موږ یو سیستم لرو چې په سر کې يي قضا او شریعت پروت دی نو وختې چې موږ یو موضع قضا او شریعت ته راوستله نو هرو مرو به یو شمېر ګټه پکې کوي او یو شمېر به ضرر په کې وویني موږ قبوله کړې ده د اسلام په چوکاټ کې او د افغانستان د مدني قوانینو په چوکاټ کې چې د محاکمو پریکړه باید ومنل شي.)
دغو لسګونو کاندیدانو د دې غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک هم خپور شو، چې په دې لیک کې یې د هاګ له نړېوالې محکمې څخه غوښتي، چې د افغانستان د انتخاباتو دوسیې دې په عادلانه توګه وڅېړي، ځکه چې دا د افغانستان سیمې او نړۍ یوه مهمه موضوع ده.
د بې نتیجې معترضو کاندیدانو بل ګواښ دا وو، چې دوي به د ملګرو ملتونو د استازي، د امریکا د سفارت او نورو بهرنیانو د لاس وهنو په اړه هم نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.
خو تر دې مخکې د امریکا سفارت، د ملګرو ملتونو د استازي دفتر ویلي، چې دوي د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې لاس وهنه نه ده کړې.
د ولسي جرګې انتخابات د 1389 کال د وږي پر 27 شوي وه، چې لا یې هم جنجالونه روان دي.
معصوم میوند- کابل