د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۵

په ترکیه کې د اسلامي نظام د ټینګولو هلي ځلي روانې دي


په اروپایي اتحادیې کې د ترکیې د شاملیدو هيلې ډېر پخوا په اوبو لاهو شوي دي
په اروپایي اتحادیې کې د ترکیې د شاملیدو هيلې ډېر پخوا په اوبو لاهو شوي دي
د ترکیې د وسله وال پوځ لوي درستېز، د سمندري او هوایي ځواکونو قوماندانانو د شاوخوا ۲۰۰ پوځي افسرانو د بندي کیدو په اعتراض کې استعفاوې وکړې.

زیات شمېر څارونکې د ترکیې د واکمن حکومت له خوا د پوځي افسرانو نیونه مخکې له مخکې حمله او د پوځ د کمزوري کولو یو ډول کمپاین بولي.

واکمن حکومت پوځي افسران له دې، وجې بندیان کړی او محاکمه کوي یې چې په پوځ کې واک تر لاسه نه کړي. یو شمېر څیړونکي په دې باور دي، چې د پوځ د جګ پوړو افسرانو لیرې کیدو د ترکیې د غیر مذهبې رژیم چې کمال اتاترک یې په ۱۹۲۳ کال کې بنسټ ایښی، ستنې کمزورې کړي او ورو ورو په ترکیې کې د اسلامي شریعت لپاره لار هواریږي.

په ترکیې کې په تېرو څو لسیېزو کې نیمه ډموکراسي موجوده وه خو بیا هم په مکرر ډول پوهان له قضایي تعقیب سره مخامخ شوی او په زندانونو کې اچول شوي دي. د ترکیې بنسټ پالنه ممکن د تهران د رژیم په څېر یوه سیستم ته لار هواره ګړې.

څارونکي په دې باور دي، که چیرې په ترکیې کې غیر مذهبې سیسټم ختم شي او د ډموکراسۍ ټغر ورڅخه ټول شي، بیا به هم یوه لسېزه وخت ونیسي چې دا هیواد له لویدیځ څخه ځان وشلوي او پر ځای له اسلامي نړۍ سره، هغه هم له ایران او یا د منځني ختیځ له کوم بنسټ پالې هیواد سره اتحاد وکړي.

په اروپایي اتحادیې کې د ترکیې د شاملیدو هيلې ډېر پخوا په اوبو لاهو شوي دي. په دې کار کې د اروپایي تعصب په نسبت د ترکیې د ورو حرکت اغیز زیات و.

د رجب طیب اردووان حکومت په ۲۰۰۳ کال کې قدرت ته له رسیدو سره سم لویدیځ ته خبرداری ورکړی و. په دې معنی، ترکیه د ناټو غړی هیواد دی خو حکومت یې امریکا او ناټو ته اجازه ورنه کړه چې پر عراق باندې د حملې په مقصد له ترکیې څخه وسلې او مهمات انتقال کړي.

ترکیې په ۲۰۰۰ م کال کې له اسراییلو سره هم اړیکې ساړه کړل او حکومت اعلان وکړ، چې اسرایلو په ترکیې باندې بیکاره او خرابې وسلې او وسایل پلورلي دي.

د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ میاشت کې د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردووان د داووس په کنفرانس کې په فلسطیینانو باندې د اسراییلو حملې وغندلې، د اسراییلو جمهور رییس شیمون پریز ته یې جدي خبرې وکړې او له کنفرانس څخه ووت.

په ۲۰۱۰ کال کې بله پېښه وشوه او د ترکیې د بشري حقونو او سولې فعالانو د نورو هېوادونو د فعالانو په ګډون د اسراییلو له خوا د غزې د محاصرې ماتولو په مقصد د بشري مرستو یوه بېړۍ روانه کړه، چې اسراییلي کومانډو ګانو ورباندې حمله وکړه او نهه تنه ترکې فعالان یې په کې ووژل.

له پیښې وروسته ترکیې له تل ابیب څخه خپل سفېر وایست او غواړي، چې اسراییل دې له خپل دغه عمل څخه معافې وغواړي.

نشل انټرست خپرونه د تحلیل په وروستیو کرښو کې لیکي، ترکان ممکن د مصر له برخه لیک سره، چې اسلامی بنسټ پالو په ارام او ډموکراټيک ډول واک تر لاسه کړ، مخامخ شي.

په مصر کې اخوان المسلمین او نور اسلامي ګوندونه هیله من دي، چې په راتلونکو انتخاباتو کې به بری تر لاسه کړې.

دوی به هم د ترکیې لار غوره کړې او ورو ورو به له لویدیځ څخه ځان بیل کړي او د اسلامي نظام د ټینګولو هلي ځلي به جارې وساتي.
XS
SM
MD
LG