د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کندز ښار کې په یوې بهرنۍ موسسې په ځان وژونکو حملو کې دیارلسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کورنیو چارو وزارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې نن سهار شاوخوا څلور بجې د جرمنۍ موسسې جي ټي زیت په میلمستون په دغه برید کې څلورو ځان وژونکو حمله کوونکو برخه اخیستې وه.
د اعلامیې له مخې په دې پېښې کې د میلمستون درې افغان ساتوونکي وژل شوي او نهه ملکي کسان او یو پولیس ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، یوه ځان وژونکي حمله کوونکي د میلمستون مخې ته ځان والوځاوه او دریو نورو یې دننه له امنیتي کسانو سره نښته وکړه.
وسلوالو طالبانو د پېښې مسئولیت پر غاړه اخیستی، د دې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې په برید کې د دې امنیتي کمپنۍ په ودانۍ کې پنځه دیرش بهرنيان وژل شوي دي.
چارواکو د دوی ادعا رد کړې ده.