په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي او د سولې عالي شورا غړي مولوي شهزاده شاهد د ازادۍ راډيو له ازادي او اورېدونکو پروګرام سره په مرکه کې وويل چې د سولې په عالي شورا پورې که څه هم د خلکو زياتې هيلې تړل شوي، خو دغه شورا خلکو ته د سولې د ذهنيت په ورکولو او نورو هلو ځلو کې ډېره بريالۍ نه وه
مولوي شهزاده شاهد وايي د ولايتونو لپاره د شورا ټاکل شوې کمېټې هم منظمې نه دي او لاسته راوړنې يې ډېرې لويې نه دي.
دا چې د سولې عالي شورا مشرتابه په دې باب څه وايي، د صالح محمد صالح په راپور کې به يې واورو