د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۶

ځانمرګي په لښکرګاه کې ٩ پوليس ووژل


په لښکرګاه ښار کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ګڼو پوليسو ته مرګ او ژوبله واوښتله امنيتي سرچيني وايي، دغه بريد د کرولاموټر په واسطه رامنځته شوې او نظمې عامې يو رنجر موټر يي له منځه وړی دي، خو د مړو دقيق شمېر لا څرګند نه دى(د پیښې ځای)
په لښکرګاه ښار کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ګڼو پوليسو ته مرګ او ژوبله واوښتله امنيتي سرچيني وايي، دغه بريد د کرولاموټر په واسطه رامنځته شوې او نظمې عامې يو رنجر موټر يي له منځه وړی دي، خو د مړو دقيق شمېر لا څرګند نه دى(د پیښې ځای)
په لښکرګاه ښارکې ځانمرګي بريد 9 تنه ووژل او 10 تنه يي ټپيان کړه، چارواکي وايي د دغه پېښې زیاتره قربانيان پوليس دي.

که څه هم دغه شمېرې څو ځله سره تاو بالاشوې، خو دقيق وروستي ارقام هغه وخت ښکاره شول، چې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انګار رسنيو ته مالومات ورکړه.

قوماندان زیاته کړه، په دې پېښه کې نهه تنه پوليس او يو تن لس کلن ماشوم وژل شوی او نهه تنه نورچې دوه ملکي او اوه تنه نور يي پوليس دي ټپيان شوي دي:

(دا ځان مرګی د بم ډک موټر وو چې وشوه او په پایله کې يي ۱۰پولیس ټپیان شول او ۹شهیدان شول او ورسره یو تن ملکي وو، چې ووژل شو.)

خو د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلاميه کې د وژل شويو پوليسو شمېر ١٠ تنه ښوول شوى دى.

دا پېښه سهار وختي رامنځته شوه، لښکرګاه ښار يي ولړ زاوه او خلکو ته يي يو ځل بيا نا امني ورياده کړې ځکه په لښکرګاه د تيرو دريو مياشتو راهیسې ځانمرګي بريد نه وو شوى.

دغه ځانمرګى بريد يوازې دوه اونۍ وروسته له هغه رامنځته کيږي، چې د لښکرګاه ښار امنيت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

د هلمند امنيه قوماندان محمد حکيم انګار وايي، ځانمرګي بريد د پوليسو د بې غوري له امله ښار ته نه دى ننوتلای بلکې د وسلوالو طالبانو کوښښ او تازه دمي تاکتيکونه دي.

قوماندان وويل، حمله د سرف موټر په واسطه رامنځته شوې ده،هغه د بريد کوونکي د هويت په اړه زياته کړه يوازې يي چمپل داسې راښيي چې نوموړي د پاکستان د پېښور د ښار د شاخوا اوسيدونکى دى.

خو وسلوالو طالبانو نه يوازې د دغه ځانمرګي بريد پړه په غاړه واخیستل بلکې بريد کوونکي د نادعلي ولسوالۍ اوسيدونکي محمد ګل رسنيو ته معرفي کړ .

ويي ويل، اتلس تنه پوليس يي د موټر بم په واسطه وژلي او دولس تنه يي ټپيان کړي دي، خو دولتي مسئولين د دومره زياتې مرګ ژوبلې خبره نه مني.
XS
SM
MD
LG