پرون سهار په كوټه كې د وسلوالو په ډزو كې د لسو تنو وژل شوېو كسانو د وژنې مسووليت د لښكري جنګوي په نامه يوې سني ډلې منلى دى.
د دغو كسانو د وژنې په خلاف نن په كوټه كې د هزاره ډيموكراټيک ګوند له خوا كار بنديز اعلان شوى دى، د دې ګوند يو مشر تور لګوي چې د دا ډول فرقوي پېښو تر شا د ايران او سعودي عربستان لاس دى.
په تېرو دوو ورځو كې د كوټې پر سرياب او سپيني سړكونو باندې اتلس تنه د نامالومو وسلوالو په ډزو و وژل شول، چې زیاتره يې شيعه مسلمانان وو او ډېرو يې له هزاره قوم سره تړاو درلود.
د دغو كسانو د وژنې په خلاف هزاره ډيموكراټيک ګوند د شنبې په ورځ يوه احتجاج مظاهره وكړه، چې د حكومت په خلاف يې په كې شعارونه وركړل.
هزاره ډيموكراټيک ګوند نن د هزاره ګانو د دا ډول وژنو په خلاف په كوټه كې بشپړ كار بنديز اعلان كړى دى، چې له سهاره راهيسې ټول كاروباري مركزونه تړل شوي دي.
د دې ګوند يو مشر احمد علي كهزاد پرون يوې خبري غونډې ته په وينا كې وويل، چې د دا ډول فرقه ييزو جګړو تر شا كورني او بهرني لاسونه دي:
((په پاكستان كې چې د فرقه ييز تاوتريخوالي پر بنسټ نن سبا خلک وژل كېږي، تر شا يې ايران او سعودي عربستان مستقيم لاس لري، څومره هم چې د ((لښكر)) په نامه ډلې دي، دوي ته روزنه چېرې وركول كېږي، دوي زموږ استخباراتي ادارو جوړ كړي دي او په دې كې شک هم نه شته چې د دوي په روزنه او له دوي څخه د كار اخيستلو تر شا زموږ استخباراتي ادارو لاس درلود))
د كوټې پوليس وايي، چي د تېرو دوو ورځو د پېښو په تړاو يې شاوخوا دوه نيم سوه مشكوک كسان نيولي دي او پلټنې ورڅخه روانې دي.
د بلوچستان د پوليسو مشر راو امين هاشم پرون ناوخته له خبريالانو سره په خبرو كې وويل، چې دوي به ډېر ژر په دا ډول پېښو كې تورن كسان ونيسي:
((موږ له خلكو غوښتنه كوو، چې د دا ډول ورانكارو په نيولو كې دي زموږ مرسته وكړي، مجرم مجرم وي، قاتل قاتل وي، ترهګر ترهګر وي، هيڅ مذهب يې نه وي، موږ به د دوي په خلاف د پلټنې عمليات پيل كړو، كه خداى كول چې ژر به يې ونيسو او په جزا به يې ورسوو چې په راتلونكي كې دا ډول پېښې ونه شي))
په كوټه كې پر شيعه مسلمانانو باندې د تېرو دوو ورځو د بريدونو مسووليت د لښكري جنګوي په نامه يوې سُني مذهبي ډلې منلى دى، د علي شېر حيدري په نامه يو كس چي ځان د دې ډلې وياند بولي رسنيو ته د ټليفون له لارې خبردارى وركړى چې دوي به په راتلونكي كې هم دا ډول بريدونه تر سره كړي، نوموړي پر ټرانسپوټرانو ږغ كړى چې شيعه ګان دي په خپلو ښاري بسونو او نورو سفري بسونو كې نه پرېږدي، كه نه وي دوي به يې هم تر بريدونو لاندې راشي.
د پاكستان د داخله چارو وزير رحمان ملک چې پرون كراچۍ ته راغلى وو، له خبريالانو سره په خبرو كې د بلوچستان پر امنيتي حالاتو اندېښنه څرګنده كړه او ويې ويل، چې ډېر ژر به د دې ايالت د امنيت د ټينګښت په مقصد دلته له لوړ پوړېو چارواكيو سره د ليدلو لپاره بلوچستان ته راشي:
((كه هر شي ته اړتيا وي، امنيتي ځواكونو ته يا بلې مرستې ته اړتيا وي، موږ به وركړو او د دې لپاره زه په راتلونكيو درې څلورو ورځو كې بلوچستان ته ځم او هلته به له اعلى وزير سره دا خبره وڅېړم چې نور كومو شيانو ته اړتيا لري، زه به وګورم كه هلته ملېشه ځواكونو ته د نور واک وركولو اړتيا وه يا كه ځينې ناكراره سيمې وې، هلته به نور ځواكونه هم ځاى پر ځاى كړو))
دا په داسې حال كې ده چي په بلوچستان كې د ملتپالو بلوڅو او حكومت تر منځ اختلافاتو هم شدت موندلى او د وركو بلوڅو د مړيو د موندلو لړۍ روانه ده.
تېره ورځ هم د كوټې او كراچۍ تر منځ د ((اوتل)) په سيمه كې د دوو وركو بلوڅو زمان خان مري او شربت خان مري خراب شوی مړی موندل شوی دی.
د بلوچ نېشنل وايس په نامه د بلوڅو قومي ږغ سازمان وايي، دغه كسان درې مياشتې مخكې د نامالومو كسانو له خوا له ((ويندر)) سيمې څخه د خپلې كورنۍ له غړېو سره يو ځاى تښتول شوي وو.
وايي د كورنۍ پينځلس تنه يې لا هم ترى تم دي او تر دې وړاندې يې هم د كورنۍ د دوو تنو مړي موندل شوي وي.
باركوال مياخېل- كوټه