د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۴

افغانستان او تاجکستان د ماينونو د پاکولو په باب توافق کوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې په پام کې ده د افغانستان او تاجکستان ولسمشران په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ګډې پولې په اوږدو کې د ماینونو د لیرې کولو په اړه یو توافق لاسلیک کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول پرون له تاجکستان څخه د کتنې پر مهال وویل، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه دا وخت د ماینونو د پاکولو په اړه د هغه توافق پر جزییاتو کار کوي چې په سپټمبر میاشت کې له تاجکستان څخه د ولسمشر حامد کرزي د کتنې په بهير کې به لاسلیک شي.

د پخواني شوروي اتحاد له وخته د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په زياتو سرحدي سیمو کې د پرسونل ضد ماینونه ښخ شوي دي.

په پام کې ده افغان ولسمشر حامد کرزی به په سپټمبر میاشت کې د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې د پاکستان، تاجکستان او روسیې له ولسمشرانو سره وګوري.

د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول پرون د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمن سره په کتنه کې پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو او همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړي کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
XS
SM
MD
LG