په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو نوی سفیر وویل، چې اوس هغه وخت رسېدلی چې افغانان ورو ورو د دوي د هېواد مسئولیتونه پرغاړه واخلي.
راین کراکر له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسئولیتونو سپارل په وروستیو کلونو کې د دې هېواد لویه لاسته راوړنه وګڼله .
ده وویل امریکا، نړېوال ایتلاف، په مجموع کې نړېواله ټولنه او افغان حکومت پوهیږي چې د دې هېواد د ښه راتلونکي لپاره باید په ډیر دقت سره ګام پورته شي:
«موږ افغان ځواکونو ته د مسئولیتونو د لیږدولو په مرحله کې یو، د دې وخت را رسیدلی چې موږ یو ګام وروسته او پرځای یي افغانان یو ګام مخ ته شي.
د مسئولیتونو د سپارلو لړۍ یوه اوونۍ مخکې په بري سره پیل شوه .
دا لاره چې مو نیولې نتایج به یي په راتلونکو میاشتو کې ولیدل شي او د دې هېواد پر راتلونکي به اغیز وکړي.»
ده دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په کابل کې په هغه غونډه کې وکړي، چې د ده د رسمي کار د پیل کیدو له امله د امریکا په سفارت کې جوړه شوې وه.
ده سوګند یاد او تاکید یي وکړ چې په دې هېواد کې به د ملکي او پوځي چارو د ښه پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
د امریکا نوی سفیر په افغانستان کې د ملي پخلاینې او د سولې ثبات لپاره د روانو سیاسي هلوځلو ملاتړ هم وکړ.
ده وویل امریکا هیله نه لري، چې په افغانستان کې دي دایمي اډې ولري او له دې خاورې دی ګاونډېو هېوادونو ته یو ګواښ شي.
ده دا هم وویل، چې امریکا د افغانستان د ترقی په هیله دی او نه غواړي یو ځل بیا د نړېوالو ترهګرو په ځالې بدل شي.
ده د افغانستان پر ګاونډیو هم غږ وکړ، چې د دې هېواد سولې او ثبات ته دی هڅې وکړي:
«زه د افغانستان له ټولو ګاونډېو او نړېوالې ټولنې هیله کوم چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره دې پانګې اچونې وکړي.
په دې هکله به مهم کنفرانسونه جوړ شي چې یو د استانبول او بل یي د بن کنفرانس دی، چې د نومبر او دیسمبر په میاشتو کې به جوړ شي، هیله ده په دی کنفرانسونو کې له دوه زره څوارلسم وروسته ښې کرښې په ګوته شي.»
راین کراکر د لومړي ځل لپاره په دوه زره دویم میلادي کال کې د امریکا د سفارت د پرانیستنې لپاره راغلی و .
ده په عراق، پاکستان، سوریه، لبنان او کویت کې د امریکا د سفیر په توګه دندې ترسره کړي دي.
له دې مخکې په افغانستان کې د امریکا سفیر متقاعد جنرال ایکن بیري و.
خان محمد(سیند)، کابل