افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد چارې نن په پنجشیر ولایت کې رسما پیل شوې.
له سیمې نه د ازادۍ راډیو خبریال وویل، چې په دې مراسمو کې د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د انتقال د پروسې مشر ډاکټراشرف غني احمدزي او ځینو نورو مهمو دولتي چارواکو برخه اخیستې.
د پنجشیر د امنیې قومندان محمد قسیم پیمان ازادۍ راډیو ته وویل، چې په پنجشیر ولایت کې به د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د پروسې پر وړاندې هیڅ ډول خنډ را منځ ته نشي.
له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد چارې تر اوسه په بامیان ولایت او د مزار،هرات، لشکرګاه او مهترلام په ښارونو کې ترسره شوي او ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې له سروبي ولسوالۍ پرته په کابل ولایت کې هم امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.