د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

کرزی به په کندهار کې رامنځ شوې تشه په چا ډکه کړي؟


ځیني کسان داسې فکر کوي، چې ولسمشر کرزی به ګل اغا شیرزی کندهار د والي په توګه وټاکي
ځیني کسان داسې فکر کوي، چې ولسمشر کرزی به ګل اغا شیرزی کندهار د والي په توګه وټاکي

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی کوشش کوي چې په کندهار کې د خپل ورور احمد ولی کرزی له مړینې رامنځ ته شوې خلا ډکه کړی او د ځینو چارواکو په بدلولو فکر کوي.

چارواکي وایي د کندهار د ولایتي شورا د مشر احمد ولي کرزي له وژل کیدو وروسته د هغو کسانو څخه چې د توریالي ویسا په ځای د افغانستان د جنوب د دغه مهم ولایت د والي په توګه ترغورلاندې دي یو هم د ننګرهار اوسنی والي ګل آغا شیرزی دی.

ځیني کسان داسې فکر کوي چې د کندهار پخوانی والي ګل آغا شیرزی کولای شي د جمهور رییس د یو پياوړي ملاتړي په توګه په کندهار ولایت کې چې طالبان هم په کې نفوذ لري د قدرت خلا ډکه کړي.

د افغانستان د جمهور رییس ویاند وحید عمر د ګل آغا شیرزي د مقرریدو خبره نه تایید او نه رد کړه، خو دومره یې وویل چې د چارواکو ګمارل او بدلیدل یوعادي کار دی.

سره له دې چې امکان لري ځیني چارواکي کندهار ته د ګل آغا شیرزي له بدلیدو خبرشوي وي، خو د ده خپل یو ویاند په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.

د احمدي کرزي تشه باید ژر ډکه شي:

دغه راز د جمهور رییس حامد کرزي یو بل ورور قیوم کرزی وایي، د احمد ولي نشتوالي یوه خلا رامنځ ته کړې او هیله ده، چې ژر یې چاره وشي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه وړاندې لیکي: کندهار ته د ګل آغاشیرزي بدلیدل له سیاسي مخاطرو پرته هم نه دي.

سره له دې چی شیرزي د احمدولي کرزي د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته او هغه یې یو شهید او په خپل وطن مین سړی وستایه خو د شیرزی قوم بارکزيان د جمهور رییس حامد کرزی له قوم پوپلزو سره د قدرت سیالي لري.
د کندهار ولایت پخوانی او د ننګرهار اوسنی والي ګل اغا شیرزی


واشنګټن پوسټ لیکي چې په ګل آغا شیرزي د ګمرک له عایداتو د ناوړه استفادې تور لګول کیږي.

ورځپاڼه لیکي چې د شیرزي کورنۍ له امریکایانو څخه د تعمیراتو، د امنیت او ساتنې او د کندهار د هوایي ډګر د څارنې قراردادونه اخیستي او له دې درکه یې ډیرې پیسې پیدا کړي دي.

جمهور رییس حامد کرزي خپل بل ورور شاه ولي کرزی د احمد ولي کرزي پر ځای مقرر کړی دی.

شاه ولي د امریکا د میریلند د پوهنتون د ساختماني انجنیري له پوهنځي فارغ شوی او دعینو مینې د ښارګوټې په جوړولو کې یې له خپل ورور احمد ولي کرزی سره مرسته کړې.

د کندهار د ولایتي شورای یو غړي حاجي آغالالي دستګیری په کندهار کې د قدرت د سیالي په اړه خبرداری ورکوي او وایي، چې شاه ولي کرزی باید د خلکو د پيژندګلوي او د هغوی د اعتماد د ترلاسه کولو لپاره جدي کوښښ وکړي.

راپور: سلطان محمد سرور
XS
SM
MD
LG