د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

احدي:د یو لیټر پټرولو او یو لیټر ډیزلو بیه 57 افغانۍ شوه


 د سوداګرۍ او صنایع وزیر انوارالحق احدي
د سوداګرۍ او صنایع وزیر انوارالحق احدي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت د سون موادو ټولو سوداګرو او پلورونکو ته خبردارۍ ورکړ، چې که یې له جوړ شوي سیسټمه سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.

د سوداګرۍ وزارت له مخې په دغه سیسټم کې د سون موادو نړېوالو بیي، ترانسپورټي لګښتونه، د سوداګرو ګټه او نور اړوند شرایط په پام کې نیول شوي، چې روانه اونۍ د سوداګرۍ وزارت دغه نوی سیسټم د وزیرانو شورا تصویب کړی دی.

د سوداګرۍ او صنایع وزیر انوارالحق احدي د دوشنبې په ورځ ماسپښین په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د یو لیټر پیټرولو او یو لیټر ډیزلو بیه د اوس لپاره 57 افغانۍ ټاکل شوې.

ده وویل، که څوک له دې سرغړونه وکړي، نو په وروستي پړاو کې به یې د سوداګرۍ د فعالیت مخه ونیول شي:

(که بیا هم تخلف کیږي لومړی به ورته اخطار ورکړو او په دوهم ځل به که جریمه ورباندې ږدو دریم ځل به يي فعالیت د محدودې نېټې لپاره دروو او په څلورم او پنځم ځل تخلف کې به يي د تیلو په سکتور کې تجارتي فعالیت منع کوو.

څرنګه چې مو دمخه وویل موږ توقع نه لرو چې د لومړۍ اونۍ نه به ټول سوداګر د نوی سیسټم پوره متابعت وکړي خو هیله ده چې د وخت په تیرېدو سره به د تیلو شرکتونه دا نوی سیستم به پوره عملي کړي. )

ښاغلی احدي وايي، د اوس لپاره دا نوی سیسټم یوازې په کابل او حیرتان بندر کې عملي کوي او وروسته به یې د افغانستان په نورو ښارونو او بندرونو کې عملي کړي.

د سوداګرۍ وزارت دا خبردارۍ داسې وخت د سون موادو سوداګرو ته ورکوي، چې په وروستیو څو اونیو کې د سون موادو بیي ډیرې لوړې شوي او خلکو ډیر شکایتونه وکړه.

څه وخت مخکې راپورنه خپاره شوه، چې افغانستان د ایران سره د تیلو یو لوی تړون کړی، چې له مخې به یې په افغانستان کې د تیلو بیي راکښته شي، خو دغه تیل لا تر اوسه هم افغانستان ته نه دي راغلي.

ښاغلي احدي د ازادۍ راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په راتلوونکو څو اونیو کې به ایران دغه تړون له څو افغانۍ شرکتونو سره لاسلیک کړي؟

(تر اوسه پورې مو چې د ایران سره د تیلو په اړه تړون لاسلیک کړی، هغه لا نه دي راغلي موږ د یو څو کمپنیو نومونه ورته ورکړي دي هغه دوي ارزیابي کوي او بیايي یو امر کړی، چې د هغو کمپنیو له ډلې څخه د درې کمپنیو نومونه يي رالیږلي دي چې هغه د دوي لپاره درست دي او هغوي ته موږ خبر ورکړی چې لاړ شي خپل تړونونو وکړي او امکان دی چې په درې اونیو کې تړونونه ورسره لاسلیک شي.)

افغانستان ته د سون توکي تر ډیره له ایران، ترکمنستان او روسيې څخه راځي، خو ایران څه وخت مخکې افغانستان ته د تیلو د راوړلو مخه ونیوله، چې له هغه را وروسته په افغانستان کې د تیلو بيې لوړې شوې.

خو د افغانستان د سوداګر او صنایع وزارت تر دې مخکې هم د سون موادو پلورونکو ته دغه ډول خبرداري ورکړي وه، چې بیا هم د خلکو په خبره سوداګر ورته پام نه کوي.

د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، چې د سون موادو په سلو کې 99 راوړونکي شخصي شرکتونه دي او دولت د سون موادو د انحصار او راوړلو لپاره پوره امکانات نه لري.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG