د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۹

وردګ:د نړېوالو ځواکونو په بې وخته وتلوبه د ٩٠يمې لسیزې تیروتنې بیا تکرار شي


د افغانستان د دفاع وزیر په دغو مراسمو کې د جنرال ډیویډ پیترویس کارونه وستایل او زیاته یي کړه چې په هېواد کې یې د سولې په راوستو او د افغان ځواکونو په روزنه کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي.

جنرال عبدالرحیم وردګ د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د وسله والو مخالفینو اوسنې فعالیتونه به له ترهګرۍ سره پر روانه مبارزه اغیزه ونه کړي او د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې د نړېوالې ټولنې او افغانانو اراده نه شي بدلولای.

خو خبر دارې یې ورکړ، چې د نړېوالو ځواکونو بې وخته وتل به په افغانستان کې د څو کلونو لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي:

“د نړېوالو ځواکونو بې وخته وتل او د دغو ځواکونو د وتلو ستراتیژي به هغه لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي چې په ډېرو قربانیو لاسته راغلي او یو وار به بیا د نوییمې لسیزې تیروتنې تکرار شي.”

په دغو مراسمو کې چې امریکایي جنرال جان الن ته په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قومندانۍ رسما وسپارل شوه د امریکا د پوځ لوی درستیز امیرالبحرمایک مولن، د امریکا سفیر کارل ایکن بیري، د ملګرو ملتونو استازي ستیفن ډیمیسټورا او د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو، د ملي امنیت رئیس او د کابیني یو شمېر نورو غړو هم ګډون کړی وو.

مایک مولن وویل، چې له تیر کال راهیسې مخالفینو د جګړې په ډګر کې سخت تکانونه لیدلي او افغان ځواکونه مخ پر ډیرېدو دي.

نوموړي وویل، اوس د دې وخت را رسیدلی چې نړېوال ځواکونه له افغانستان څخه ووزي:

“هغو زیاتو لاسته راوړنو ته په کتو چې موږ لاسته راوړي د دې وخت را رسیدلی چې خپل ځواکونه کم کړو، خو زموږ د ځواکونو کمول به شرایطو ته په کتو ترسره شي.”

مولن زیاته کړه، دا ښکاره خبره ده چې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه د پاکستان په خاوره او په ځانګړې توګه له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې روان دي او طالبان هڅه کوي چې له لاسه وتلي سیمې بیرته ونیسي.

ښاغلي مولن دا هم وویل، چې د وسله والو مخالفینو ځپلو ته به په جدي توګه دوام ورکوي.

جنرال ډیویډ پیټریوس، چې د امریکايي او ناټو ځواکونو د قوماندان په توګه یي په افغانستان کې دنده پای ته رسېدلې وايي، تر هغو چې له افغانستانه د باندې د ترهګرو ځالې وي، له ترهګرۍ سره مبارزه ستونزمنه ده.

په همدې وخت کې د ناټو او امریکا ځواکونو نوی قوماندان جنرال جان الن هم دا مني، چې ستونزمنې ورځي په مخ کې دي او ځیني کارونه دې چې باید وشي.

ده وویل، د افغان ځواکونو د روزنې او غښتلتیا لپاره پراخې هڅې کوي:

“زه له هرې ممکنې لارې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره هڅو ته دوام ورکوم او همدارنګه د افغان حکومت او د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د همږغۍ لپاره هڅې کوم، چې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو بهیر چې په وروستیو کې پیل شوي، لازمې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.”

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په دې وروستیو کې جنرال ډیویډ پیټریوس د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مشر په توګه وټاکه او د هغه دنده یې جان الن ته ورکړه.

ډیویډ پیتریوس په 2010 میلادي کال کې له سټینلي مک کریستل څخه دغه دنده په غاړه اخیستې وه.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG