د دواړو هېوادونو پوځي چارواکو او ځينو امريکايي مقاماتو د پنج شنبې په ورځ په پېښور کې وکتل چې له څو اوونيو پيل شوي راکټي بريدونو په باب خبرې وکړي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ يې کړکېچ زيات کړى دى.
افغان چارواکي وايي په دغو بريدونو کې ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان امنيتي ارګانونو او ايساف استازى د پنج شنبې په ورځ پاکستان ته لاړل، چې له پاکستانه د راکټي بريدونو مخنيوى وکړي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند د دې وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې وويل، د خبرو ګډونوالو موافقه وکړه، چې د دغو راکټي حملو د مخنيوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه روابطو لپاره به زمينه برابروي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې په لوړه سطحه به يو هيئت په دې باب خبرې وکړي.
افغان ولسمشر حامد کرزي هم څه موده مخکې د پاکستان لوى درستيز جنرال اشفاق کياني سره په کتنه کې وويل، پاکستان بايد دغه راکټي بريدونه ودروي.
څلور کاله کېږي چې افغانستان او پاکستان پر يوه او بل تور لګوي، چې سخت دريځي وسلوال يې په خاوره کې فعاليت لري.
افغانستان له پاکستان سره ٢٤٠٠ کيلومتره پوله لري، چې وسلوال په کې فعال دي.