د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۴

ایا د پاکستان له خوا بریدونه به د دواړو خواوو په اړیکو اغیز ونکړي


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم د پاکستان د درنو وسلو په حملو او د دواړو هېوادونو په اړیکو د هغو د اغیزو په اړه بحث کړې، چې حمید مومند په لاندې راپور کې رانغاړلی دی.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې د هېواد په ختیځو ولایتونو د پاکستاني پوځ له لوري د کیدونکو حملو دوام به خامخا د دواړو هېوادونو په اړیکو ناوړه اغیز وکړي، ځکه د ورځپاڼې په وینا د اړیکو د خرابۍ لپاره له پخوا څخه ذهنیتونه جوړ دي.

ورځپاڼه لیکي، چې د دې حملو دوام به د سیمه ایزې همکارۍ هغه تاداو هم ونړوي، چې اوس اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ ایښودل شوي.

ورځپاڼې دا ویره هم څرګنده کړې، چې د افغان حکومت د خاموشۍ د دوام په صورت کې ممکن ځینې مغرضې کړۍ له دې حالته ګټه پورته کړي او حالات خپلو اهدافو ته سازګار کړي.

اراده:

ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا په څرګند ډول په حکومت انتقاد کړې، چې د دغو حملو د مخنیوي لپاره یي په جدي ډول کوم ګام نه دې پورته کړې.

د ورځپاڼې په وینا د پاکستاني پوځ د دغو حملو په اړه هغه څه، چې تر اوسه د افغان دولت له خوا اوریدل شوي یوازې خبردارې وو، حال دا، چې خلک د جدي اقدام غوښتنه کوي.

ورځپاڼې وړاندې هم دا شک څرګند کړې، چې حکومت به د خلکو له غوښتنې سره سم کوم کار وکړي او که نه؟

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم د پاکستان د حملو په اړه خپل بحث په دې انتقاد پیل کړې، چې د پنجاب د یرغل په وړاندې ناټو خاموش او افغان دولت بې پروایي کوي.

ورځپاڼې وړاندې هغو زیانونو ته کتنه کړې، چې د دغو حملو له کبله عامو خلکو ته اوښتي او لیکلي، چې تر اوسه پورې اووه سووه یو شپیته توغندي ویشتل شوي، چې یو نوي تنو ته یي مرګ ژوبله اړولې او یو سل اته ویشت کورنۍ یي بې ځایه کړي.

سرنوشت وړاندې لیکلي، چې د پنجاب له خوا دا حملې په داسې حال کې کیږي، چې د افغانستان په کورني سیاست کې شخړې مخ په زیاتیدو دي او ایران هم وسله والو ته د امکاناتو په برابرولو سره په یو ریښتینې ګواښ د بدلیدو په حال کې دې.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د افغان دولت د پراخو ډیپلوماټیکو هڅو سره سره د پاکستان له لوري د دې حملو د بندولو لپاره کوم عملي ګام نه دې پورته شوې.

ورځپاڼې په ورته وخت کې په تنده لهجه دا خبردارې هم ورکړې، چې په پاکستان کې ځانګړې کړۍ، چې تل یي په خپلو لاس وهنو سره د افغانستان امنیت ته زیان اړولې نه شي کولای په دې ډول حملو سره خپل اهداف ترلاسه کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم ورځپاڼې هم نن د پاکستان د دغو حملو په اړه تند غبرګون څرګند کړې او لیکلي، چې پخوا به دوی ځان وژونکي روزل او په خپلو لاس وهنو سره به یي په افغانستان کې د نا امنۍ زمینه برابروله، خو اوس په مستقیم ډول غواړي تیرې وکړي.

د ورځپاڼې په وینا د پاکستان د دا ډول حملو یو اساسي هدف ښایي دا وي، چې په هېواد کې د لیږد بهیر ګډوډ کړي.

ورځپاڼه په پای کې بیا هم دا سپارښتنه کوي، چې د چم ګاونډ هېوادونه باید د نیکو اړیکو د پاللو هڅه وکړي، که نه نو دا ډول سیاستونه به سیمه د تل لپاره له سولې بې برخې کړي.
XS
SM
MD
LG