د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۱

پر سرحدي سیمو د پاکستان د راکټي برید پرضد مظاهره وشوه


مظاهره کوونکی دا شعارونه ورکول، چې مرګ دې وي پر پاکستان
مظاهره کوونکی دا شعارونه ورکول، چې مرګ دې وي پر پاکستان

یوشمېر کابل ښاریانو نن په کابل کې د پاکستان پر ضد لاریون وکړ او د افغانستان په سرحدي ولایتونو د پاکستان له خاورې راکټي بریدونه وغندل.

لسګونو تنو مظاهره کوونکو، د پاکستان په ضد یې شعارونه ورکول او د افغانستان په سرحدي سیمو کې یې له دغه هېواده د توغندويي بریدونو د ژر تر ژره مخنیوي غوښتنه کوله.

مظاهره چیانو خپل لاریون د شهر نو له پارکه پیل او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت تر دفتره ورسیدل.

مظاهره کوونکو، په نړیواله ټولنه انتقاد وکړ، چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان د راکټي بریدونو په وړاندې چوپه خوله پاتې دي.

دغو مظاهره کوونکو، همدا راز افغان حکومت هم د دې مسالي پر وړاندې په بیغوری تورن کړ.

دا سوله ایزه مظاهره، چې نږدې یوساعت يې دوام وکړ، د ملي مشارکت د جبهې له خوا تنظیم شوې وه. د مظاهرې پریکړه لیک د دې جبهې د مشر نجیب الله کابلي له خوا ولوستل شو، چې په یوې برخه کې یې راغلي وو:

″افغان وګړي او د ملي مشارکت جبهه، د ملګرو ملتونو له سازمان او د ایتلاف له قواوو څخه پوښتي، چې تاسې دلته د څه لپاره راغلي یاست؟ تاسې باید افغان وګړو، ته ځواب ویونکې واوسی، موږ د ملګرو ملتونو له سازمان، د اسلامي هېوادونو له سازمان، اروپایي ټولني، امریکا، بشري حقونو، او رسنیو څخه غواړو، چې د پاکستان لاس ورلنډ او د ښکاره مداخلو مخه یې ونیسي او وې غندي.″

خو لا تر اوسه پورې روښانه نه ده، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر به د مظاهره کوونکو د غوښتنې په وړاندې، څه اقدامات وکړي.

دغه مظاهره کوونکي، چې د پاکستان وروستیو بریدونو ډیر ځورولي او غصه کړي، وو، پاکستان یې د افغانستان په چارو کې په لاس وهنې تورن کړ.

مظاهره کوونکو، د کابل په کانيتیننټل هوټل او په لوګر ولایت کې په یو روغتون کې په ځانمرګو بریدونو کې چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله د پاکستان لاس وباله.

په عین حال کې د دی مظاهري یوتن ګډون کوونکي وویل، چې دوی چمتو دي، چې د پاکستان په وړاندې بل مثل عمل ترسره کړي او مقابله وکړي.

″پاکستان چې پر موږ په جلال اباد او کونړ کې تېری کړی، کورنونه یې بمبار کړي، رغوتونونه یې ویجاړ کړي، خلک یې شهیدان کړي، دا یې ولې داسې وکړل؟

نور نو حوصله نه شته، ځانونه به قربان کړو، خو پاکستان به نه پریږدو، زنده باد افغانستان او مرګ دې وي پر پاکستان.

زه کرزي صاحب ته دا وایم، چې په هر ځي کې افغانان وژل کیږي او په هر حال کې چې وي، پاکستان نه پریږدو اور به ورته کړو، تباه به یې کړو، چې موږ یې تباه کړي یو.″

افغان چارواکي که څه هم له پاکستان څخه د افغانستان په سرحدي سیمو د راکټونو د ویشتلو په برخه کې د خپلو اقداماتو خبرې کوي، خو دا ارقام هم ورکوي، چې پاکستان، په یوه میاشت کې د ننګر او کونړ په سرحدي ولسوالیو، اوه سوه توغندي ویشتي، چې نږدې څلویښت تنو ملکې وګړو، چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي مرګ ژوبله اړولې.

د افغانستان پر خاوره د پاکستان راکټي بریدونو هله افغانان د واټونو را وتلو ته اړ کړل، چې په دې اړه د افغانستان ډيپلوماټیکو هڅو ظاهرا کومه نتیجه ورنه کړه.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG