د افغانستان استخباراتي مامورین وایي، چې ځینې داسې شواهد یې ترلاسه کړي، چې د هیواد په ختیځو سرحدي سیمو د درنو وسلو په کیدونکې حملو کې د پاکستاني پوځ ښکیلتیا ثابتوي.
د پاکستان له خاورې د درنو وسلو دا حملې له تیرو شاوخوا دریو اونیو راهیسې روانې دي، چې په کې په لسګونو عام وګړي وژل شوي او په سلهاو کورنۍ د خپلو سیمو پریښودلو ته اړ شوي.
د ملي امنیت ویاند لطف اله مشعل وویل، چې په دغو حملو کې هغه مرمۍ کارول شوي، چې یوازې له پوځ سره دي او وسله وال ورته لاس رسې نه لري.
ده چې د چهار شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله هغه ادعاوې بې بنسټه وبللې، چې ګواکې په دې حملو کې پاکستاني پوځيان ښکیل نه دي.
″موږ د ځینو چارواکو دا ادعا، چې په دې حملو کې پاکستاني پوځيان لاس نه لري د مستندو اسنادو پر بنسټ ردوو.
هغه خولونه، چې په کونړ ولایت کې ترلاسه شوي او د ملي امنیت د ادارې منسوبینو معاینه کړي د یو سلو لسو ګیلو ګرامه مرمیو دي.
دا مرمۍ نه له طالبانو سره دي او نه هم له القاعده سره، دا تر ټولو زیات لرې ویشتونکي توپونو مرمۍ دي، چې له پوځونو سره موجود وي.
د ښاغلي مشعل په وینا د کونړاو د ننګرهارد ګوشتې ولسوالۍ خلک د هغه څه سزا ګالي، چې ده له دې سیمو څخه د طالبانو او نورو وسله والو شړل وبلل.
ښاغلي مشعل دا هم وویل، چې د ملي امنیت اداره چمتو ده، هر هغه څه، چې د افغان دولت له خوا په دې برخه کې ورته لارښوونه کیږي عملي کړي.
د ملي ادارې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو خبردارې ورکړې وو، چې د دغو حملو دوام به د دواړو هیوادونو په اړیکو ناوړه اغیز وکړي.
افغان ولسمشر هم په تهران کې له خپل پاکستاني سیال سره په خبرو کې دا مساله راپورته کړې وه، خو ویل کیږي، چې د دې باوجود دا حملې روانې دي.
بل لور ته د ولسي جرګې غړو د پاکستان په وړاندې د افغان دولت دریځ کمزورې وباله او په هغې یی سخت انتقادونه وکړل.
د ولسي جرګې یو غړي محمد نعیم حمیدزې لالي په خپلو خبرو کې وویل.
″یوه نیمه میات کیږي، چې د پاکستان له خاورې څخه پر افغانستان راکټي حملې کیږي، زموږ حکومت هېڅ داسې توانايي نه دې ښودلې چې هغوی ته ځواب ووایي، زموږ بهرنیو چارو وزارت او نورو وزارتو داسې عکس العمل ښکاره کوي، چې دوی د پاکستاني جنرالانو له خوا دلته په دندو ګمارل شوي وي.″
د ولسي جرګې غړو دا هم وویل، که حکومت په دې برخه کې کوم جدي ګام نه شي پورته کولې نو دوی تیار دي، چې دا مساله په خپله یو طرفه کړي.
تر دې مخکې د هیواد مشرانو جرګې هم د پاکستان له خاورې کیدونکې حملې غندلې وې او ویلي وو، چې یو پلاوې به سیمې ته واستوي، څو هر څه خپله وګوري.
د هیواد د ختیځو سرحدي پولو ساتونکو هم بیا بیا له افغان دولت نه غوښتي، چې د ستونزې د هواري لپاره سخت اقدام وکړي او یا هم دوی ته د متقابلې حملې اجازه ورکړي، خو افغان دولت د ستونزې د حل لپاره په ډیپلوماسۍ ټینګار کوي.
راپور: حمید مهمند