د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۵

خیبر پښتونخوا: په وسله وال برید کې ۲۰ پولیس مړه او ټپیان شوي


د خيبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل خان کې د پولیسو پر یوه تاڼه د وسله والو په برید کې تر شلو ډیرو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا پيښه تیر مازیګر جنوبي وزیرستان ته نژدې د دې ښار په لرې پرته سیمه کلاچي کې رامنځته شوې.

په ډیره اسماعیل خان کې د پولیسو یوه افسر وویل، چې په دې حمله کې د یادې تاڼې قوماندان یا SHO هم وژل شوی.

نوموړي چې د پيښې په ځای کې یې رسنیو ته مالومات ورکول وویل، برید کوونکي چې ځان وژونکي واسکټونه یې پر تن او پر سپکو وسلو سمبال وو، په وره کې د ولاړ ساتونکي تر وژلو وروسته تاڼې ته په ننوتو بریالي شول او سمدستي یې د تاڼې ټوله عمله یرغمل کړه:

″څو تنو ځانمرګي برید کوونکیو پر تاڼه حمله وکړه، لومړی یې د تاڼې په وره کې موجود محافظ وواژه او بیا دننه ننوتل، ډزې یې پيل کړې او پر تاڼه یې واک ټينګ کړ.

سمدستي د پولیسو کومکي ځواک سیمې ته را ورسید او په ځوابي برید یې لاس پورې کړ چې تر څو ساعته جګړې وروسته مو بلاخره دغه تاڼه بیرته ترې ونیوله.″

نوموړي پولیسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه وویل، چې د پيښې پر مهال په تاڼه کې د څو تنو افسرانو په ګډون پينځه ویشت تنه پولیس موجود وو، خو د تلفاتو د کره شمیرې په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه.

بل خوا پاکستاني رسنیو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر او د ایالتي حکومت د ویاند میا افتخار حسین له قوله د لسو پولیسو د وژل کیدو او يوولسو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی.

ځايي رسنیو د میا افتخار له قوله د برید کوونکیو شمیر شپږ تنه ښودلی خو د پولیسو دا افسر بیا وايي، چې تر اوسه یې یواځې د دوو تنو ځان وژونکیو برید ګرو راپور تر لاسه کړی.

نوموړي همداشان زیاته کړه، چې د پولیسو او برید کوونکیو تر منځ په دې څو ساعته نښته کې تاڼې ته هم د سخت زیان اوښتی:

″دوه ځانمرګي بریدګر مو ووژل، بل خوا په دې جګړه کې د پولیسو یو زرهي او څو نور موټر ویجاړ شوي، همداشان د تاڼې ودانۍ ته هم د پام وړ زیان اوښتی.

د ودانۍ په یوه برخه کې د اور لګیدو له امله د تاڼې ټول اسناد او نور مواد سوځیدلي او په بشپړه توګه له منځه تللي.″

په عین حال کې ځینې پاکستاني رسنیو د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې تر حملې لږه شيبه وړاندې یې یوه میرمن او دوه تنه ناپيژاندي کسان لیدلي چې تاڼې ته ننوتل.

په دې راپور کې ویل شوي چې ددغو کسانو له ننوتلو وروسته په تاڼه کې لومړی ډزې پيل شوې او څو شيبې وروسته درې پرله پسې چاودنې وشوې.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني طالبانو هم په دې حمله کې د یوې میرمنې د برخې اخیستو خبر ورکړی.

ددې ډلې ویاند احسان الله احسان د بر ید کوونکیو اصلي شمير دوه تنه ښودلی چې په وینا یې یوه یې میرمن وه.

نوموړي دا حمله د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د غچ اخیستو په لړ کې پر پاکستاني ځواکونو د بریدونو لړۍ بللې.

اسامه بن لادن د تیرې میلادي میاشتې پر دویمه نیټه اسلام اباد ته نژدې د ایبټ اباد ښار کاکول نومي پوځي اکاډمۍ ته څیرمه د امریکايي ځواکونو په حمله کې ووژل شو.

له دې حملې وروسته پاکستاني طالبانو ددې هیواد پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه ګړندي کړل او تر اوسه یې یو زیات شمير پوځي مرکزونه او د پولیسو ماموریتونه په نخښه کړي.

راپور: مجيب الرحمان انګار- پيښور
XS
SM
MD
LG