د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

فنلنډ به له افغانستان سره مرستې وکړي


د دې تفاهم نامې له مخې به فنلینډ له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د یو زرو درې سوه پنځه ویشتم پریکړه لیک په پلي کولوکې تخنیکي مرستې وکړي.

تفاهم نامه د سې شنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر او په افغانستان کې د فنلینډ د سفیر ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول د تړون د لاسلیک کېدو پر مهال وویل:

« دا تفاهم په هېواد کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب یو اغیزمن ګام دی، دا لاره سره له دې چې ستونزمنه ده، خو پرمختګ په کې ممکن دی هیله ده د دوست هېواد په مرسته دې هدف ته ژر ورسیږو.»

د ملګرو ملتونو د سازمان « یو زرو درې سوه پنځه ویشتم پریکړه لیک» د سازمان پرټولو غړو هېوادونو تاکید کوي چې د بیارغاونې او پرمختګ په ټولو چارو کې د هېواد ښځو ته لازمه ونډه ورکړي او په تیره هغه هېوادونه چې تازه له جنګه وتلي وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغانستان څه باندې لس کاله کیږي چې د ملګروملتونو د سازمان یاد پریکړه لیک یي منلی دی.

دا وزارت وایي، سره له دې په دې لاره کې ستونزې شته، خو په تیرو لسو کلونو کې یي، په دې برخه کې د نړېوالې ټولنې او مرستندوېو هېوادونو په همکارۍ یو لړ پرمختګونه هم کړي دي.

په افغانستان کې د فنلیند سفیر وویل، هېواد یي په تیرو څو کلونو کې له افغانستان سره مرستې کړي او ژمن دی چې په دې برخه کې هم مرستې وکړي، د فنلیند سفیر پالي ین وینـتا وویل:

«د افغانستان د سولې په راوستلو کې مرستندویه یو، موږ هم په خپل هېواد کې دی پروګرام ته تدابیر نیولي دي هیله ده ،د دواړو دوستو هېوادو په همکارۍ ښې لاسته راوړنې ولرو.»

د افغانستان د بشر د حقونو د سازمان ريیسې سیما سمر وویل، د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې چې تر اوسه کوم پرمختګونه شوي د قناعت وړ نه دي او هیله ده چې د دې پریکړه لیک د موادو پلي کېدو ته جدي تدابیرغوره او پلي شي.

سره له دې چې افغان حکومت او په هېواد کې د ښځو د حقونو ملاتړې یو شمېر کورنی او بهرنې موسېسې په دې برخه کې هڅې کوي، خو د دې هېواد ښځې وایي ، دوي ته په دولتي او غیر دولتي ادارو او د کار او تولید په نورو ارګانونو کې لازمه برخه نه ده ورکړل شوې.

او نه یوازې دا چې د کار زمینې ورته نه دي برابرې شوي بلکې د هېواد په ځینو سیمو کې له ډول ډول تاوتریخوالي سره هم مخ کیږي.

په ځینو سیمو کې دا پېښې هم رامنځته شوي چې ښځه، پیغله یا نجلۍ، د تاو تریخوالي او نا دودو له لاسه یا له کوره وتلي او یا یي ځان وژلی دی .

خان محمد«سیند»، کابل
XS
SM
MD
LG