په افغانستان کې د بیوزلي د کمولو لپاره دروانو هڅو په لړ کې، افغانې سرې میاشتې یوشمېر بیوزلو میرمنو ته د حرفو دزده کړی پروګرامونه پیل کړي دي.
دا پروګرامونه له څو کالو راهیسې، دکاناډا د سره صلیب په مالي او تخنیکي مرسته په کابل مرستون کې پیل شوي دي.
د چهار په ورځ د دې پروګرام د خیاطي له برخې څخه شاوخوا دېرش ښځې فارغې او سندونه پرې وویشل شول.
د افغانې سرې میاشتې ريیسې فاطمه ګیلاني وویل، غواړي د دې پروګرامونو له لارې یوشمېر افغان بیوزلې مېرمنې د دې جوګه کړي، چې کار وکړي او د د کورنیو اقتصادي ستونزې کمې کړي:
″په دې کورسونو کې هغه بیوزلې میرمنې شاملې وې، چې په مرستون کې اوسیدلې، دوی اتلس میاشتې د خیاطي کورس او لیک لوست ترسره کړ، ډېر یې باسواده او خیاطانې شوې، دوی کولی شي کاروکړی.
لومړی هیله دا ده چې د دې کورس له دوام سره بهرنۍ موسسې مرستې وکړي او سربیره پردې سره میاشت به د دې کورسونو دوام په غاړه واخلي.″
په کابل مرستون کې اوسمهال په سلګونو بیوزلې کورنۍ او بې سرپرسته نجونې، ښځې، سپین ږیري او ماشومان اوسیږي اوپلان ورته ترتیب شوی هغوی، چې د کارکولو توان او استعداد لري، د مختلفو حرفو د زده کړې په کورسونو کې شاملیږي.
د کاناډا د سره صلیب استازي وویل، دې کورسونو ښه نتیجه ورکړي او پلان لري، چې په راتلونکي کې هم د دې کورسونو له دوام سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي.
له کورس نه یوې فارغې شوې مېرمن د دې د زده کړو په هکله ازادي راډیو ته وویل:
″نوم مې امنه ده، دلته مو خیاطي او لیک لوست زده کړل، موږ د کور ستونزې لرو، هیله ده موږ ته کورونه راکړل شي، موږ بیوزلي، ناامنیو او بې سرپرستۍ دلته راوستي یو.″
د مرستون ښځو دا هم وویل، دوی له بدی ورځې مرستون کې دېره شوي دي. دوی ویل، ځینې کونډې اوبې سرپرسته دي، د ځینو مېړونه بندیان دي، ځینې بیوزلې دي، ځیني یې ناروغي او ځینو د ناامنیو له امله کور کلی پرې ایښی دی.
سربیره پر بیوزلې افغان میرمنې د یولړ نورو کلتوري او کورني تعصبونو له ستونزو هم مخ دي، چې ډېرځلې مجبوریږي یا له کوره پښې سپکې کړي او یا ځان ووژني.
حکومتي چارواکي دا ټولې ستونزې مني خو وایي، چې اواري ته یې تدابیر نیول شوي او د یو ګډه او پراخ اقدام په نیتجه کې به ورو ورو کمې شي.