د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۹

د کابل ښارد پاکولو چارې ګام په ګام خصوصي سکټور ته سپارل کېږي


د کابل ښاروالۍ د روانو فعالیتونو په لړ کې د ښار د یوې لویي سیمي د پاکولو چارې خصوصي شرکت ته وسپارل شوې.

د دې چارې تړون د پنجشنبې په ورځ د کابل ښاروالۍ او د امان امین د خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ريیس وویل، یاد شرکت مکلف دی چې د تړون له موادو سره، تر یوه کاله پورې د ښار د یوولسمې ناحیي لارې، سړکونه او کوڅې له ککړتیا پاکې وساتي:

(د تړون مالي ارزښت څلویښت میلیونه افغانی دی، د تدارکاتو د قانون له مخې د خیرخانې د پاکولو داوطلبی درې ځلې ترسره شوه او بالاخره د امان امین شرکت وګټله، دوي ته له ښاره لېرې سیمي په نښه شوي او مکلف دی چې په خپل پر سونل او وسایلو د یوولسمی ناحیي ککړتیا ور ولیږدوي).

حبیبي وویل، پلان لري چې په راتلونکي کې د ښار د یو شمېرنورو سیمو د پاکولو چارې هم خصوصي شرکتونو ته وسپاري.

د امان امین د شرکت مسئول ژمنه وکړه، چې د یوولسمې ناحیي په پاک ساتلو کې به زیاته هڅه وکړي:

(موږ به ډیره هڅه وکړ، چې یوولسمه ناحیه له ککړتیا پاکه کړو، موږ له خلکو هیله لرو چې په دې کار کې له موږ سره مرسته وکړو.

موږ د دوي په خدمت کې یو، د تنظیف ځانګړې ځایونه به وټاکو او هیله ده خلک ورته د دوي د کورونو ککړتیا ورسوي.)

د سیمي خلک وایي په سیمه کې د نفوس د زیاتوالي له امله، د یوولسمې ناحیي په هره برخه کې، د ککړتیا نښې لیدل کېده له یوې خوا يي د خلکو اوتیره د ماشومانو روغتیا ته ګواښ پېښ کړي او له بلې خوا یي سمه بدرنګه کړی وه .

د سیمي یو تن اوسیدونکی تاج محمد ازادۍ راډیو ته وویل:

(د دې سیمي ککړتیا له یوې خوا د خلکو د ناروغۍ لامل ګرځي او له بلې لارې او کوڅې یي ډیر بدرنګه ښکاري.

که چېرې دا شرکت وکړای شي، چې پاکې یي کړي دا به ډیر ښه کار وي.)

د کابل ښار یوولسمه ناحیه یوازینې ناحیه نه ده، چې اوسیدونکي یي له ککړتیا شکایت کوي بلکه د دې ښار په هره سیمه کې د ککړتیا پراخې نښې تر سترګو کیږي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره او د روغتیا وزارت له څو کالو راهیسي په دې ټینګار کوي چې دولت دې د ښار پاکۍ ته تدابیر ونیسي.

د روغتیا وزارت دا هم وایي هر کال د زرګونو ناروغانو د ناروغۍ سبب همدا د چاپیریال ککړتیا ده .
XS
SM
MD
LG