د سعودي عربستان چارواکي وایي، چې د یمن ولسمشر علي عبداله صالح په سعودي عربستان کې له عملیاتو وروسته چې له سینې څخه یې د راکټ یوه چره وایستل شوه، مخ په ښه کیدو دی.
صالح د معالجې لپاره د تیرې یکشنبې په ورځ وروسته له هغې سعودي عربستان ته ولاړ، چې په صنعا کې د جمهوري ریاست پرماڼۍ د راکټي برید په ترڅ کې ټپي شو.
صالح چې له څه باندې دیرشو کالو راهیسې په قدرت کې دی، له څو اونیو راهیسې په هېواد کې له مظاهرو سره چې د هغه د استعفا غوښتنه کوي، مخامخ دی.
سعودي عربستان ته د هغه تګ د صنعا په واټونو کې په پراخه توګه ولمانځل شو.
په وروستیو ورځو کې دغه راز په صنعا کې د هغه د پلویانو او د وسله و الو قومي سړېو ترمنځ چې د مظاهره چیانو خوا یې نیولي، سختې نښتې شوي دي.
د صالح په غیابت کې داسې ښکاري چې د هغه د ځواکونو او د قومي وسله والو ترمنځ رامنځ ته شوی اوربند نن ټینګ دی.
د یمن چارواکي وایي، چې صالح په پام کې لري چې بیرته یمن ته ستون شي خو د چارو کارپوهان وایي چې هغو پراخو مخالفتونو ته په پام سره چې دی ورسره مخامخ دی، ښایي هېواد ته د هغه بیرته ستندیدل امکان ونه لري.
د صالح په غیابت کې د هغه مرستیال ولسمشر عابد ربو منصور هادي په موقت ډول د هېواد چارې سمبالوي.