په خيبر پښتونخوا کې امنيتي مسوولین وايي، د دې ایالت په لرې پرته سیمه دیر کې د ناڅرګندو وسله والو او دولتي ځواکونو ترمنځ په هغه نښته کې چې څلورویشت ساعته یې دوام وکړ د ۲۶ دولتي سرتیرو په ګډون دیرش تنه وژل شوي.
د ځايي دولتي مسوولینو د معلوماتو له مخې دا نښته د چهارشنبې پر سهار هغه مهال پيل شوه، چې یوې وسله والې ډلې د کوز دیر د براول علاقه دارۍ په شلتالانو سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر یوه امنيتي پوسته ناڅاپه برید وکړ.
په سیمه کې یوه دولتي مسوول د خپل نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې په وژل شوېو کې شپږو ویشت تنه یې دولتي سرتیري او څلور نور یې ولسي خلک دي چې په وینا یې د وسله والو برید کوونکو په ډزو وژل شوي.
بل خوا په سیمه کې د پولیسو یوه افسر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې تر دې مهاله یواځې د درېیو تنو سرتیرو مړي ترلاسه شوي :
(تر اوسه چې د اړوندو مقاماتو له لوري موږ ته کوم معلومات راکړل شوي د هغې له مخې درې تنه دولتي سرتيري په کې وژل شوي چې یو د لیوې او دوه یې د پولیسو سرتیري دي)
نوموړی وايي، وسله وال چې شمېر یې د دوو سوو په شاوخوا کې له څو لورېو پر یادې پوستې برید وکړ، چې په وینا یې ډول ډول درنې وسلې یې له ځانه سره لرلې.
ځايي خبریال زاهد خان د روغتون د ډاکترانو له قوله ازادۍ راډیو ته وویل، چې د براول ځايي روغتون ته تر دې مهاله دیرش مړي راوړل شوي چې ۲۶ یې په کې امنيتي سرتیري دي.
امنيتي مقامات وايي، شلتالانو کلی د دیر له مرکزه لرې د افغانستان پولې ته څیرمه پرته سیمه ده چې د همدې لرې والي او پراخوالي له وجې لا د پېښې بشپړ جزیات نه دي ترلاسه شوي.
کوز دیر د خیبر پښتونخوا یوه لرې پرته سیمه ده چې د افغانستان له کونړ ولایت سره اوږده پوله لري.
پخوا د دې سیمې په اړه ویل کیدل، چې وسله وال طالبان په کې پراخ فعالیتونه کوي خو په وروستیو کلونو کې د پاکستان تر پوځي عملیاتو وروسته ویل کیږي چې وسله وال طالبان ترې د کونړ غريزو سیمو ته لیږدیدلي.
که څه هم د پاکستاني طالبانو ډله پر دولتي ځواکونو د نژدې هر برید مسوولیت پر خپله غاړه اخلي خو تر اوسه لا دې ډلې د دې حملې په اړه څه نه دي ویلي.
مجيب الرحمان انګار،پيښور