د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۶

كوټه:نوميالى استاد پروفيسر سبا دشتياري و وژل شو


په كوټه کې نوميالى ملتپال بلوڅ شاعر او ليكوال او د پوهنتون استاد پروفيسر سبا دشتياري و وژل شو
په كوټه کې نوميالى ملتپال بلوڅ شاعر او ليكوال او د پوهنتون استاد پروفيسر سبا دشتياري و وژل شو
د بلوچستان پوهنتون يو استاد ليكوال او شاعر پروفيسر سبا دشتياري پرون نامالومو وسلوالو په كوټه كې په ډزو وژلى دى.

نوموړي د خپلواكي غوښتونكو بلوڅو كلک ملاتړى بلل كېده، د بلوچستان نېشنل فرنټ په نامه د بلوڅو يوۀ سازمان د دې وژل شوي بلوڅ مشر وژنه غندلې او درې ورځنى ماتم يې اعلان كړى دى.

د چهارشنبې په مازديګر د كوټې له سرياب سړک څخه ګرځېدلې سنجراني كوڅې ته نيژدې نامالومو وسلوالو د بلوچستان پوهنتون د اسلامي علومو د څانګې پر استاد پروفيسر سبا دشتياري باندې ډزې وكړې او ځاى پر ځاى يې و واژه.

د كوټې پوليس وايي، پروفيسر سبا دشتياري پر لاره پياده روان وو چې دوو نامالومو موټرسايكل سپرو كسانو ناببره ډزې پر وكړې او په سمدستي توګه د پېښې له ځايه وتښتېدل.

د بي ايس او ازاد په نامه د بلوڅو محصلينو د سازمان وياند سلام صابر وايي، د سبا دشتياري د وژنې تر شا د پاكستان د استخباراتي ادارو لاس دى.

نوموړى وايي، دشتياري تل په خپلو ويناوو او لكچرونو كې بلوڅ ځوانان د بلوچستان د خپلواكۍ مبارزې ته هڅول ځكه و وژل شو:

(په بلوچستان پوهنتون كې څو ورځې وړاندې په يوه سېمينار كې هم هغه وويل، چې دۀ ته په پرله پسې توګه د بېلابېلو خلكو له خوا ګواښونه كېږي چې ته د بلوچستان د خپلواكۍ له خبرو لاس واخله، كه نه وي موږ به تا ډېر ژر له مخې وباسو.)

د بلوچستان نېشنل فرنټ په نامه د بلوڅو يوۀ خپلواكي غوښتونكي سياسي سازمان د سبا دشتياري وژنه په كلكه غندلې ده او نن يې د كوټې په ګډون په زیاترو بلوڅي سيمو كې د كاربنديزونو اعلان كړى دى او د خپل وژل شوي بلوڅ مشر د وژنې په خلاف به احتجاجي مظاهرې هم كوي.

د كوټې پوهنتون به هم د خپل وژل شوي استاد د وژنې په خلاف نن او سبا د احتجاج په توګه تړلى وي.

دشتياري د ملتپالو خپلواكي غوښتونكيو بلوڅو كلک ملاتړى ګڼل كېده او له هغه وخته راهيسې چې لا د ښوونځي زده كوونكى وو د بلوڅو د ملتپالو تحريكونو ملګرى وو.

د نوموړي عمر شاوخوا پينځه پينځوس كاله وو او لا يې واده نه وو كړى خو د ژوند زياته برخه يې د بلوچستان د خپلواكۍ لپاره د خپلواكي غوښتونكيو سازمانونو په ملګرتيا كې تېره كړې وه.

د پروفيسر سبا دشتياري اصلي نوم غلام حسين وو او د ۱۹۵۳م كال د سپتمبر په مياشت كې په كراچۍ ښار كې زوكړى و، خو پلارنى ټاټوبى يې د ايراني بلوچستان چابهار دشتيار سيمه وه.

سبا دشتياري كيسه ليكوال، شاعر، محقق او كره كتونكى وو او تر شلو زيات كتابونه يې چاپ شوي دي چي په هغوى كې لنډې كيسې، شعرونه، تحقيقي اثار او درسي كتابونه شامل دي.

د پروفيسر سبا دشتياري د وژنې مسووليت چا نه دى منلى، خو تر دې وړاندې چې د ملتپالو او خپلواكي غوښتونكيو بلوڅو سازمانونو كوم مشران وژل شوي دي، دوي يې په وژنه د پاكستان استخباراتي ادارې تورنې كړې دي.

راپور:- باركوال مياخېل،کوټه
XS
SM
MD
LG