د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۵

لغمان کې د تيلو دوه ټانکرونه وسوزيدل


نن سهار شاوخوا ٧بجې د لغمان ولايت په سرخکانو سيمه کې د تيلو دوه ټانکرونه وسوزېدل .

د لغمان د والي وياند فيضان الله پټان ازادۍ راډيو ته وويل، چې دوه تيل وړونکي ټانکر د کابل جلال اباد پر لويه لار روان وو، چې د سرخکانو په سيمه کې يي اور اخيستی.

پټان زياته کړه، دا لانه ده جوته، چې ټانکرونه سره په خپلو کې جنګيدلي او که پر ډزو ويشتل شوي .

نوموړى وايي، ټانکرونه يو اندازه سوزيدلي، خو د لغمان ولايت اطفايه پر وخت سيمې ته رسيدلې او اور يې يو اندازه کرار کړی.

دغه راز ياد چارواکي په ټانکرونو کې د ځاني تلفاتو په اړه داډ څرګند کړ، تر دا مهاله د يادو سوزېدلو ټانکونو پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

ياده دې وي، چې تر دې وړاندې هم څو ځله د سرخکانو په سيمه کې د تيلو ټانکونه سوزيدلي چې خلکو ته يې د مالي زيان سربيره ځاني زيان هم اوړولى او مسوليت يې هم وسله والو طالبانو اخيستى دى .
XS
SM
MD
LG