د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۳

په تخار کې وروستي ځانوژونکي بريد څه پيغام درلود؟


يوه ځان وژونکي بريدکوونکي چې د پوليسو درېشي يې په تن کړې وه، د تخار د ولايت په انګړ کې دننه چاودنه وکړه، چې د دوو جرمني پوځيانو په ګډون يې شپږ کسان ووژل.

چاودنه هغه وخت وشوه، چې په ولايت کې امنيتي غونډه پايته ورسېده. د تخار د والي وياند فيض محمد توحيدي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وويل:

”بريد داسې يو چا کړى چې د پوليسو درېشي يې کړې وه او دا چې څنګه نوموړى د غونډې سالون ته ننوت او ولې تالاشي شوى نه و، موږ په دې نه پوهېږو”

د تخار د عامې روغتيا رياست سرپرست رئيس ډاکټر محمد حسن بسيج له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې په پېښه کې لس تنه ټپيان دي:

”لس تنه هېوادوال مو ټپيان شوي او څلور نور وژل شوي دي. په وژل شويو کې د تخار امنيه قوماندان [شاه جهان نوري] د پامير د ٣٠٣ زون امنيه قوماندان جنرال داود داود، د والي سکرټر او يو ساتونکى شامل دي. په ټپيانو کې والي، څو تنه پوليس او عسکر شامل دي“

د جرمني د دفاع وزير توماس دي مايزيري پرون وويل په تخار کې دوه جرمني عسکر وژل شوي او درې نور ټپيان دي، چې په ټپيانو کې د شمال لپاره د ناټو ځواکونو قوماندان مارکوس کنيپ هم شامل دى.

ولسمشر حامد کرزي او ايساف ځواکونو په جلا جلا اعلاميو کې دغه پېښه غندلې ده.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې ولسمشر کرزي دا وحشيانه او تروريستي عمل بللى دى.

د تغيير او اميد په نامه د ګوند مشر او د جمهوري رياست پخوانى کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، دولت د تخار د پېښې په مخنيوي کې غفلت کړى او نوموړى وايي دا پېښه دې وڅېړل شي، چې نور کوم کسان په کې لاس لري؟

د پامير د ٣٠٣زون قوماندان جنرال داود داود، تر دې مخکې د کورنيو چارو وزارت مرستيال و، نوموړي پرون تر وژل کېدو څو ساعته مخکې په ګاونډ ولايت کندوز کې يوې غونډې ته په کندوز کې د پوځي عملياتو د پيل خبر ورکړ:

”پرېکړه وشوه چې په دغو عملياتو کې خپل ټول وس وکاروو، قول اردو، ايساف، ملي پوليس، سرحدي پوليس او د عامه نظم پوليس وګمارو، چې په کندوز کې خلکو ته هېڅ ډول ګواښ يا خطر پاتې نه شي. موږ د عمل قوت لرو، کار کوو چې د عمل سرعت پيدا کړو، چې د هر تهديد په وړاندې ژر اقدام وکړو او له منځه يې يوسو“

وسله والو طالبانو د تخار د حملې مسوولیت منلى دى.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله وايي په دې پېښه کې شا و خوا پنځه دېرش کسان وژل شوي دي، خو افغان چارواکي دا ادعا ردوي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي د يوه هيئت په مشرۍ د تخار د پېښې د څېړلو لپاره دغه ولايت ته رسېدلى دى.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي محمدي پرون د ولسي جرګې په غونډه کې ژمنه وکړه چې د امنيتي وضعيت د ښه کولو لپاره به خپلې هڅې زياتوي.

د تخار په اړه نور راپورونه ددې لنکو په کیکاږلو سره لوستلای شئ:

په تخار کې وروستي ځانوژونکي بريد څه پيغام درلود؟

http://pa.azadiradio.org/content/article/24208362.html

د تخار والي:بریدګر د میلمه پلاوي په ترکیب کې راننوتی وو:

http://pa.azadiradio.org/content/article/24208403.html

جنرال داود او د تخار امنيه قوماندان ووژل شول :

http://pa.azadiradio.org/content/article/24208086.html
XS
SM
MD
LG