د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

راتکو ملاديچ تر ١٥ کلن تعقيب وروسته ونيول شو


د بوزنيايي صربانو پخوانى پوځي قوماندان راتکو ملاديچ تر ١٥ کلونو تعقيب وروسته په صربيا کې ونيول شو.
د بوزنيايي صربانو پخوانى پوځي قوماندان راتکو ملاديچ تر ١٥ کلونو تعقيب وروسته په صربيا کې ونيول شو.
له اوږدې مودې فراري او جنګي مجرم راتکو ملاديچ چې د بوزنيايي صربانو پخوانى پوځي قوماندان و، د چارواکو له لوري په صربيا کې ونيول شو.

د ملګرو ملتونو د جرمونو نړيوالې محکمې تر تعقيب لاندې فراري د بوزنيايي صربانو پخوانى پوځي قوماندان راتکو ملاديچ تر ١٥ کلونو تعقيب وروسته په صربيا کې ونيول شو.

د صربيا ولسمشر بوريس تاديچ په بلګراد کې د يوه کنفرانس پر وخت، د هغه نيونه تاييد کړه، ويې ويل ملاديچ نن سهار د صربيا په خاوره کې ونيول شو:

”د صربيا جمهوريت په استازيتوب زه اعلان کوم، چې نن مو راتکو ملاديچ ونيوه. اصلي هېواد ته د هغه د سپارلو بهير پروسه روانه ده. دا د هاګ له محکمې سره د صربيا د بشپړې همکارۍ نتيجه ده“

د ملاديچ نيونه، د هاګ له محکمې سره د صربيا د بشپړې همکارۍ نتيجه ده.

ولسمشر تاديچ

د ملاديچ نيونه زياتو هېوادونو او لوريو وستايله. د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې کاټرين اشټون چې ټاکل شوې وه نن صربيا ته لاړه شي، د ملاديچ نيونه د صربيا او نړيوال عدالت لپاره يو مهم ګام وباله.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وويل دا پرمختګ او بالاخره د عدالت د تامين لپاره يو بدلون ته لار اواروي.

نړیوالې ټولنې په صربیا کې په جنګي جرمونو د تورن راتکو ملادیچ د نیولو هرکلی وکړ.

دواړو امریکا او اروپایي ټولڼې د دې نیولو پر اعلان رضایت څرګند کړ او ویې ویل چې ملادیچ باید سمدستي په هاګ کې د ملګرو ملتو د جنګي جرمونو محکمې ته واستول شي.

د ولسمشر اوباما یوه همکار د فرانسې له داویل څخه په خبرو کې وویل چې امریکا د ملادیچ پر نیولو خوشاله ده او انتظار ده چې هاګ ته واستول شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشرې کاترین اشټن ټاکل شوې چې نن بلګراد ته ولاړه شي. دې وویل، اروپایي ټولنه هیلمنه ده چې پرته له ځنډه ملادیچ هاګ ته انتقال شي.

د اروپایي کمسیون مشر خوزې مانول باروسو په فرانسې کې د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادو د غونډې ترڅنګ په یوه بیان کې بي بي سي ته د دې پیښې هرکلی وکړ:

« دا مهمه خبره ده. زه په خپله یوه اونۍ مخکې په بلګراد کې وم، ما له ولسمشر تادیچ سره ډيرې ژورې او حساسې خبرې په دې اړه لرلې، هغه ژمنه وکړه چې دی به د ملادیچ د نیولو لپاره هره هڅه وکړي. نو دا کیسه ده، یعني هغه خپله ژمنه پر ځای کړه نو موږ له اروپایي ټولنې سره د صربیا یو ځای کیدو سره نژدې شوې یوو»

د ملګرو ملتو سرمنشي بان کې مون له پاریسه وویل چې د ملادیچ نیونه د نړیوالې قضا لپاره تاریخي پیښه ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې وویل چې وروسته له پنځلس کلونو اخر هغو خلکو چې انتظار کاوه چې ملادیچ به محکمې ته راکاږل کیږي، انتظار یې پای ته ورسید.

٦٨کلن ملاديچ د ٩٠يمې لسيزې پر مهال د بالکان په جګړو کې په جنګي جرمونو او عامه وژنو تورن دى، چې ٤٣ مياشتې يې سرايفو محاصره کړى و او په بوزنيا کې د قومي شخړو په نتيجه کې ١٢ زره کسان ووژل شول، ورسره د ١٩٩٥م کال په جولاى کې د سربرنيڅا تر سقوط وروسته تر ٧٠٠٠ زيات مسلمان نارينه او هلکان هم قتل شول.
XS
SM
MD
LG