د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

دلیل:۱۵۲روغتیايي مرکزونه د ملاریا او توبرکلوز لپاره سمبالوو


په داسې حال کې چې ورځ تربلې په افغانستان کې د توبرکلوزاو ملاریا ناروغیو کچه لوړیږي د عامې روغتیا وزارت غواړي د درملنې او مخنیوي لپاره یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موجود روغتیایي مرکزونه سمبال کړي.

د عامې روغتیا سرپرستې وزیرې ډاکتر سریا دلیل د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته دغه دوه ناروغۍ مرګونې وبللې او زیاته یې کړه د مخنیوي لپاره یي د دوي هلې ځلې پیل شوي:

(موږ اعلان کوو، چې یوسل او دوه پنځوس روغتیایي مرکزونه به په هېواد کې د ملاریا او توبر کلوز ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره سمبالیږي.

موږ پخوا هم د دغو ناروغیو د درملنې هڅې کړي دي، خو نن په دې هڅو کې یو قدم وړاندې ځو او هغه دا چې موږ هڅه کوو په افغانستان کې دغه ناروغۍ کنټرول او مخنیوی یې وکړو.)

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې دغه هڅې پیل کړي چې تیر کال له دوي سره د دغې ناروغۍ شااوخوا څلور لکه پیښې ثبت شوي.

د عامې روغتیا د چارواکو په خبره د دغو روغتیایي مرکزونو د سمبالښت چارې به په راتلوونکو دوو کلونو کې بشپړې شي چې شااوخوا سل میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.

د دوي په وینا له دغو مرکزونو څخه به اتیا مرکزونه په روان کال کې سمبال او پاتې دوه اویا نور به په راتلونکې ۱۳۹۱ کال کې په دې امکاناتو سمبال شي.

د هېواد په ځینو سیمو کې خلک دې خبرې اندیښمن کړي چې موجود روغتیایي مرکزونه په معیار برابر نه دي او په ځینو وختونو کې بې کیفیته دواګانې په ناروغانو پلوري.

خو د عامې روغتیا چارواکي وایي، د روغتیایي مرکزونو معیاري کول او د روغتیایي کارکونکو روزل د دوي یوازنې هدف دی.

د دغه وزارت سرپرستې ډاډ څرګند کړ، چې د وخت په تیریدو به ټول مرکزونه په نوې تکنالوجې سمبال او د کیفیت په لوړېدا کې به یې هم ډیرې هلې ځلې وکړي:

(زموږه د کارونو ښه والي به د منظمې څارنې، ښه تنظیم او د کارکونکو د روزنې له لارې وي.

طب هغه علم دې، چې په دوامداره توګه په کې بدلون، نوی والې او انکشافونه رامنځ ته کیږي.

نو په دې اساس زمونږه همکاران اړ دي چې د طب له پرمختګونو څخه خبر وي او په دې برخه کې به ورته دوامداره طبي روزنه ورکړل شي.)

د عامې روغتیا چارواکي وایي، چې اوس هم دوي د کارکوونکو داستخدام په برخه کې ستونزې لري او د دوي په خبره ډیر روغتیایي کارکوونکي دې ته زړه نه ښه کوي چې د هېواد په لرو پرتو اونا امنه سیمو کې کار وکړي.

خو دوي وایي، هڅه کوي د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د روغتیایي کارکوونکو امتیازات لوړ کړي څو په ښه توګه خلکو ته خدمتونه ورسوي.

راپور :اسدالله لودین،کابل
XS
SM
MD
LG