د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

امریکا او بریتانیا په افغانستان کې د روغې جوړې هڅې زیاتوي


د امریکا ولسمشر او د بریتانیا صدراعظم
د امریکا ولسمشر او د بریتانیا صدراعظم
د امریکا ولسمشر او د بریتانیا صدراعظم موافقه وکړه، چې په افغانستان کې د سیاسي روغې جوړې بهیر ګړندی کړي.

دغو دو مشرانو له طالبانو سره د سولې پر خبرو ټینګار وکړ، خو یو لړ شرایط یې وضعه کړل.

د امریکا ولسمشر د بریتانیا پارلمان ته په خپله وینا کې وویل، چې موږ په افغانستان کې د یوې نوې پاڼې د اړولو لپاره چمتو کیږو او دا افغانانو ته د امنیتي چارو د ورسپارلو کار دی.

بارک اوباما زیاته کړه، چې د دې مسوولیت له ورسپارلو سره به په یوه وخت هغه کسان چې له القاعده بیلیږي، د افغانستان اساسي قانون مني او وسلې پر مځکه ږدي د سولې خبرو ته وهڅوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د بریتانیا پارلمان ته تر وینا مخکې د بریتانیا له صدراعظم ډویډ کامرون سره پرون خبرې وکړې او بیا یې په ګډه خبرې غونډې کې په لندن کې وویل، چې د بریتانیا له صدراعظم سره یې هم په افغانستان کې د حکومت له مخالفو وسله والو سره د سیاسي روغې جوړې مساله یاده کړه:

« موږ د خبرو اترو په وخت نن په افغانستان کې خپل پرمختګ ته کتنه وکړه، هلته زموږ باتوران او باتورې څنګ په څنګ جګړې ته وتلې دي څو د طالبانو مخه ونیسي.

هلته موږ دې ته چمتو شوې یوو، چې پاڼه واړوو. موږ روان کال افغانانو ته د امنیتي چارو د ورسپارلو او بیا په دوه زره څوارلسم کال کې د دې بهیر د بشپړیدو پر اهمیت ټینګار وکړ.

موږ د سولې او سیاسي روغې جوړې مساله وڅیړله چې باید د دې بهیر مشري په خپله افغانان وکړي.»

د امریکا ولسمشر او د بریتانیا صدراعظم موافقه وکړه، چې په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې له طالبانو سره د روغې جوړې خبرو ته لومړیتوب ورکړي.

د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون وویل، اوس هغه وخت رارسیدلې دی چې موږ باید خپلې هڅې د یوه سیاسي توافق لپاره ګړندۍ کړو.

د بریتانیا صدراعظم زیاته کړه، چې طالبان باید یو مخ له القاعده بیل شي، له شخړو لاس واخلي او له سیاسي بهیر سره یوځای شي څو افغانستان ته سوله راشي.

رویټرز اژانس د امریکایي، بریتانیایي او افغان حکومتونو د یو شمېر مسوولانو په وینا څرګندوي چې واشنګټن د طالبانو له استازېو سره خبرې پیل کړې دي خو دا خبرې په ډیرې ابتدایي مرحلې کې دي.

روانه اونۍ د جرمني دیرشپیګل مجلې خبر ورکړ، چې امریکا له طالبانو سره درې ځلې خبرې کړې دي.

دوه ځلې دا خبرې په جرمني کې شوې دي او په دې خبرو کې د ملامحمد عمر استازیو برخه اخیستې وه. دیرشپیګل مجله څرګندوي چې دا خبرې له افغانستانه د امریکا د محاربو پوځیانو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د امریکا د پوځي اډو په اړه وې.

د دې خبرو په اړه امریکا رسما څه نه دې ویلي او طالبانو هروخت دا خبره کړې ده چې ترهغو خبرې نه کوو چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي.

یو شمېر سیاسي څیړونکي په دې باور دي چې د مې په دوهمه د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژلو وروسته اوس طالبانو ته لاره هواره شوې ده چې له القاعده سره اړیکي وشلوي.
XS
SM
MD
LG