د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۴

پكتيا كې د كرنې مسلكي لېسه پرانيستل شوه


د پكتيا په مركز ګردېز كې د لومړي ځل لپاره د كرنې مسلكي لېسه پرانيستل شوه چې پر نهاري زده كوونكو سربېره د ليليه زده كوونكو لپاره هم اسانتياوې لري.

دغه لېسه چې د كرنې وزارت اړوند د تخنيكي او مسلكي معينيت په هڅو او د پكتيا د خلكو په غوښتنه جوړه شوې، د ټولو ولسواليو پر ليليه هغو سربېره پكې نهاري زده كوونكي هم په څلورو مختلفو څانګو كې زده كړې كوي.

د پكتيا ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو په وينا په دغه لېسه كې د پكتيا د ټولو ولسواليو څڅه پينځه، پينځۀ تنه زده كوونكي، منل شوي او د ليليې په شمول ټولې اسانتياوې ورته برابرې شوې دي.

د ياد رياست مشر انجينر محراب الدين شفق د يادې لېسې د پرانيستې پر مهال ازادۍ راډيو ته وويل:

هغه زده كوونكي چې په لوړو نمرو له نهم ټولګي لسم ته بريالي شوي وي، كولاى شي چې په دې لېسې كې كرنيزې زده كړې تر لاسه كړي.

نوموړي دا هم وويل:

پوهنې وزارت په دې هڅه كې دى چې په نږدې راتلونكي كې د پكتيا په پينځو ولسواليو كې هم ورته لېسې تاسيس كړي.

شفق زياته كړه :

((د دغې لېسې لپاره د استادانو د پيدا كولو ستونزه مو اتيا په سلو كې حل كړې او پاتې تشه به د پكتيا پوهنتون د كرنې پوهنځي په هغو زده كوونكو ډكه كړو، چې دا مهال په نورو مسلكونو كې په دندو بوخت دي.))

كه څه هم دغه لېسه دا مهال خپله ځانګړې ودانۍ نه لري او د اوقافو رياست اړوند په يوه حكومتي ودانۍ كې خپلې چارې پر مخ وړي، خو اړوند مسوولين وايي:

دوى په دې هڅه كې دي چې د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت لخوا په وركړل شوې بوديجه دغې لېسې ته مجهزه ودانۍ جوړه كړي.

بلخوا په دغه مراسمو كې د پكتيا د كرنې رياست مشر انجينر لعلي ځدراڼ د يادې لېسې له مسوولينو او ګډونوالو سره ژمنه وكړه چې د لېسې د ودانۍ او نورو تحقيقاتي فارمونو د جوړولو لپاره د زراعت وزارت سل جريبه ځمكه په واك كې وركوي.

په ګردېز كې د كرنې مسلكې لېسه په داسې مهال پرانيستل كېږي، د دغه ولايت زراعتي شتمنۍ په ځانګړي ډول طبيعي ځنګلونه له يو لوى ناورين سره مخ دي.

د نظر خاوندان وايي چې كه د پكتيا په ټولو ځنګل لرونكو او كرنيزو ولسواليو كې ورته لېسې جوړې شي، له يوې خوا به يې د ځنګلوهنې په مخنيوي كې پر خلكو اغېز پرېوځي او له بلې خوا به يې زده كوونكو ته د عملي زده كړو په لپاره ځنګلونه او نورې كرنيزې سيمې نږدې وي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې په ګردیز کې د فضل الرحمن څمکني په نوم يوه میخانیکی لېسه هم پرانيستل شوې او دا مهال په كې په مختلفو مسلكونو كې زده كوونكي روزل كېږي.

په پکتیا کې د پوهني په برخه کې په وروستيو كلونو كې ډېر پرمختګونه شوي خو لاهم د پکتیا په ځينو سیمو کې د پوهني پر وړاندې درانه خنډونه پراته دي. د ښوونځیو لپاره د ودانيو كموالى، د مسلکی ښوونکو او د کتابونو کمښت هغه لويې ستونزې دي چې دغه بهیر یې بې خونده کړى دى.

لمرنيازى – ازادي راډيو- پكتيا
XS
SM
MD
LG