د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۷

د ملاعمر ځای ناستی به څوک وي؟


په کابل کې خپریدونکو اکثره ورځپاڼو نن په خپلو ګڼو کې د ملا عمر د وژنې په اړه خپاره شوي رپورټونه راخستي او د هغې بیلابیل اړخونه یې څیړلې دي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼه لیکي، که د ملاعمر د حذف کولو سناریو رښتیا وي، په احتمالي ډول به د هغه ځای ناستې مولوي سراج الدین حقاني وي.

د ورځپاڼې په وینا پاکستان هڅه کوي، چې د مولوي حقاني ډله د سولې په خبرو اترو کې شامله کړي، خو امریکا یې نه مني.

د ورځپاڼې په وینا که چیرې ملا عمر د طالبانو له مشرۍ نه حذف کیږي او مولوي حقاني یې ځای نیسي، نو د سولې بهیر یا خو له ماتې سره مخامخ کیږي او یا به امریکا او افغان دولت اړ وي، چې له ده سره خبرو اترو ته کیني.

د ورځپاڼې په باور په دواړو حالاتو کې ګټه به د پاکستان وي.

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي، چې ملا عمر د سراج الدین حقاني د توطعې ښکار شوی.

ورځپاڼې دا ټوله سناریو په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو سره تړلې بولي او لیکي ولسمشر کرزي کله هم، چې له ملا عمر نه د سولې غوښتنه وکړه، نو منفي ځواب یې ترلاسه کړ.

ورځپاڼه لیکي، چې په همدې حال کې د پاکستان په منځګړیتوب د کرزي او حقاني ډلې ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې او ان د دوی ترمنځ د مستقیمو خبرو راپورنه هم خپاره شول.

ملي ارمان په خپل وروستي تحلیل کې دا هم لیکلي، چې که د ملا عمر د وژلو خبره سمه وي، نو دا به د افغان او پاکستاني طالبانو په اړیکو هم اغیزه وکړي او دوی به د یو بل په وړاندې ودروي.

په ورته وخت کې ځینو ورځپاڼو بیا په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو او امریکا او طالبانو ترمنځ په تماسونو هم بحثونه کړي.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې لیکلي، چې د جرمني په منځګړیتوب په دغه هیواد کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ پټه ناسته شوې.

د ورځپاڼې په وینا له تیر مني څخه دا څوهم ځل دی، چې امریکا له طالبانو سره په دا ډول غونډو کې کیني.

د ورځپاڼې په وینا امریکا هڅه کوي، چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو تر نیټې پورې د سولې په برخه کې یوه لاسته راوړنه ولري.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ په اړیکو کې د جرمني رول ته کتنه کړې او لیکلي، چې جرمني د دواړو اړخونو ترمنځ په مستقیمو او غیر مستقیمو تماسونو کې مهم رول لوبولی دی.

ورځپاڼې وړاندې د جرمني د شپیګل مجلې په حواله لیکلي، چې د دواړو اړخونو ترمنځ په وروستۍ ناسته کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او استخباراتي ادارې چارواکو او د ملا عمر په استازیتوب د ده یو نږدې کس برخه لرله.

خو هیواد دولتي ورځپاڼې د دې ټکي له پامه په غورځولو سره، چې څوک له چا سره په تماس کې دي، په دې ټینګار کړی دی، چې د افغان لانجې د غڅولو تر ټولو غوره لار په هیواد کې د سولې او پخلاینې د بهیر پیاوړې کول دي.
XS
SM
MD
LG