د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

استخبارات:له ملاعمر سره له څو ورځو راهیسې اړیکې شلیدلي


د وسله والو طالبانو د مشر ملاعمر د وژل کېدو د خبر له خپرېدو وروسته
افغان چارواکي وایي چې دا خبرلا څیړنو ته ضرورت لري.

د ملاعمر د وژل کېدو خبر د افغانستان د استخباراتي منابعو له خوا ځینو افغان خبري رسنیو ته ورکړل شوې چې وروسته له هغې په تیزی سره د سیمي او ډیرو هېوادونو رسنیو ته هم ورسېد .

د افغانستان د ملي امنیت ویاند لطف اله مشعل د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ملاعمر ناڅـاپه ورکېدل او ورسره د تیلیفوني اړیکو شلېدل د دې لامل شوي چې د وژل کېدو خبر یي خپور شي .

مشعل، په رسمي توګه د ملاعمر د وژل کېدو خبر تایید نه کړ:

(( زموږ استخباراتي منابع وایي، ملاعمر له درې څلورو ورځو راهیسي لا درکه دی، تیلیفوني اړیکي هم ورسره نه ټینګیږي، دا خبر په کویټه، وزیرستان او افغانستان کې طالبانو ته هم رسېدلی، اوس مهال د هغه وژل کېدل په رسمي
د ملاعمر نا څـاپه ورکیېل او ورسره د تیلیفوني اړیکو شلېدل ، د دې سبب شوي چې د وژل کېدو خبر یي خپور شي

توګه تایید ولې نه شم.))

له دې مخکې ویل شوي و چې د وسله والو طالبانو مشر ملاعمر دوه ورځې مخکې د پاکستان له کویټې څخه د شمالي وزیرستان پر لاره د تګ پر مهال وژل شوی دی .

ویل کیږي چې کويټه او وزیرستان د وسله والو طالبانو د اوسېدو، غونډو او پریکړو ځایونه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال سلمان بشیر د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل، چې اوس مهال د ملاعمر د وژل کېدو یا نه وژل کېدو په هکله معلومات نه لري:

(( زه په دې موقف کې نه یم، چې د ملاعمر د وژل کېدو خبر چې د یو شمېر رسینو له خوا خپور شو، تایید کړم.

په دې هکله څه نه شم ویلي، چې ایا دا پېښه رښتیا ده او که نه.))

په افغانستان کې بهرني سوله ساتي ځواکونه وایي چې دا خبر دوي ته هم رسېدلی دی د دې ځواکونو ویاند جوزف بلاتس وویل:

(( موږ دا ناتایید شوي راپورونه ترلاسه کړل او دا مخکې له وخته ده چې په هکله یي څه ووایم ، باید انتظار وباسو چې ایا پیښه رښتیا ده او که نه ))

وسله وال طالبان د ملاعمر د وژل کېدو خبر، له حقیقه لېري ګڼي او وایي چې د دوي مشر ژوندی دی او د افغانستان په یوه خوندي سیمه کې اوسیږي .

په پاکستان کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو وروسته ، دا دوهم تود خبر وو چې ډیرو رسنیو پرې په بیړه لیکنې پیل کړې.

افغان امنیتي چارواکي وایي چې د دې خبر ریښتنی وضیعت به په راتلونکي څو ورځو کې رسنیو ته ووایي.
XS
SM
MD
LG