ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي، چې امریکایان په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور د قانوني کولو مخالف دي.
د ورځپاڼې په وینا که څه هم د ستراتيژیکو همکارېو په سند کې د افغان دولت له خوا وړاندې شوې یو اساسي شرط دا دې، چې د امریکایي ځواکونو حضور باید په یو قانوني چوکاټ کې راوستلې شي، خو د ورځپاڼې امریکا غواړي دا بحث له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته ته وغزوي.
ورځپاڼې وړاندې د ځینو سرچینو په حواله لیکلي، چې د اوس لپاره امریکایي ځواکونه د هغه تړون له مخې خپل حضور تنظیموي، چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د وخت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټرعبداله له خوا لاسلیک شوې او دوي ته په کې لا محدود او د هر کار اجازه ورکړل شوې.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیکو همکارېو سند، چې د افغان دولت له خوا ترتیب شوې امریکا ته وسپارلې شو.
ورځپاڼه لیکي، چې پرون په دې اړه د امنیت د ملي شورا غونډې ته، چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه تفصیلي معلومات وړاندې شول او پریکړه وشوه، چې ځانګړې شوې کمسیون دې د دې سند زمایم دې هم ترتیب او د امنیت د ملي شورا له تایید وروسته دې امریکا ته وسپاري.
په ایران کې د افغان بندیانو اعدام بله مهمه مسئله ده، چې په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو راخیستې.
ملي ارمان:
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې ایران له افغان دولت سره د شوېو موافقو برخلاف د افغانانو اعدام ته دوام ورکوي.
ورځپاڼې د یو جګ پوړي افغان چارواکي په حواله، چې نوم یي نه دې اخیستل شوې لیکلي، چې ایران د غویي د میاشتې په شپاړلسمه نېټه دوه افغانان د زاهدانو په زندان کې په دار کړي دي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې یوازې دا نه بلکه ایراني پوله ساتونکي ځواکونه هغه افغانان هم په بې رحمۍ سره وژني، چې ایران ته د اوښتلو هڅه کوي.
اراده:
ارادې خپلواکې بیا د ایراني چارواکو د دې اقدام په وړاندې د افغان دولت په چلند انتقاد کړې او لیکلي، چې افغان لورې په دې اړه د بې پروایي ننداره وړاندې کړې.