د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

پټرايوس: په راروانو مياشتو کې به وسلوال نور بريدونه هم وکړي


په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان وويل ښايي د حملو او د ملکي تلفاتو د خطر زياتوالى به نړيوال ځواکونه له سخت وضعيت سره مخامخ کړي.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان وويل ښايي د حملو او د ملکي تلفاتو د خطر زياتوالى به نړيوال ځواکونه له سخت وضعيت سره مخامخ کړي.
په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان له بهرنيو ځواکونو وغوښتل چې خپلې تاکتيکي اړتياوې دې متوازنې کړي.

د هغه په خبره دا د ملکيانو د ساتنې لپاره يوه اړتيا ده.

جنرال ډېوېډ پټرايوس ويلي، ښايي سخت دريځي وسلوال په راروانو مياشتو کې د خپل ځواک د څرګندولو لپاره نور بريدونه هم وکړي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان وويل ښايي د حملو او د ملکي تلفاتو د خطر زياتوالى به نړيوال ځواکونه له سخت وضعيت سره مخامخ کړي.

سي، ان، ان ټلويزيون راپور ورکړى چې د جنرال ډېوېډ پټرايوس دا څرګندونې پرون په رسمي ډول خپرې شوې دي.

د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان ويلي چې د دښمن اقداماتو ته په پام سره، دوى د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

پرون د کابل په يوه روغتون کې حمله د ښاغلي پټرايوس تر څرګندونو مخکې وشوه، چې شپږ تنه په کې ووژل شول او تر شلو زيات نور ټپيان شول.

د دښمن اقداماتو ته په پام سره، دوى د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي

پترايوس

د سردار محمد داوود خان روغتون ځينو سرچينو ويلي، د پېښې قربانيان هغه کسان دي چې په روغتون کې د پوځي طب استادان يا هم هغه محصلين وو چې په پوځي طب کې يې زده کړې کولې.

دې پېښې يوځل بيا د خلکو اندېښنې زياتې کړي او پر امنيتي ارګانونو انتقادونه زيات شوي دي. ځينو کسانو د پېښې په وخت کې روغتون ته نژدې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې پر امنيتي ارګانونو انتقادونه وکړل:

”١- له حادثې نه ولې دوى خبر نه وي؟ دوى [چارواکي] دې خپل ځان وساتي، موږ دې نه ساتي.

٢- موږ روغتون ته ډوډۍ وړو څلوېښت ډوله مو تالاشي کوي، ځان وژونکى له خپل واسکټ او موادو سره دننه ورځي، هلته چاودنه کوي، دا خپله دوى نه دي څوک دي؟“


وسلوالو طالبانو د پرونۍ حملې مسووليت منلى دى، دوى ادعا کوي چې په دې حمله کې يې ٥١ تنه پوځي ډاکټران او بهرني استادان وژلي دي.

د کابل په شهيد سردار محمد داوود خان روغتون کې بريد٦ تنه ووژل

خو حکومتي سرچينې يوازې د شپږو کسانو مړينه تاييدوي.

ملګرو ملتونو په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په هر حالت کې بايد هغو خلکو ته درناوى او ساتنه يې وشي چې ټولو خلکو ته صحي خدمات برابروي.

د ملګرو ملتونو په خبره په روغتون غوندې ځاى کې بريد، چې خلک خپل ټپيان ورته راولي او ملکيان په کې کار کوي، غيرقانوني او ممنوع عمل دى.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې چې د دولت ضد عناصرو تر څنګ د جګړې ټولې ښکېلې غاړې د نړيوالو بشري قوانينو پر اساس د ملکيانو د ساتنې مسووليت لري.

ولسمشر حامد کرزي هم دغه پېښه غندلې ده او يو وحشيانه عمل يې بللى دى.

ايساف ځواکونو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا حمله سخته غندلې ده. د ايساف يوه مسوول ويلي، په داسې يوه ځاى کې بريد چې ټپيان او ناروغان په کې تداوي کېږي، بزدلانه عمل دى.

د ايساف دې مقام ويلي، دوى له افغان ځواکونو سره هڅه کوي هغه شبکې عدالت ته راکش کړي، چې په دې حمله کې يې لاس درلود.
XS
SM
MD
LG