د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

جرمني ځواکونو ومنله چې په تخار کې یې پر مظاهره کوونکو ډزې کړي


جرمني ځواکونه وايي، چې دوی یواځې د مظاهره کوونکو پښې په نخښه کړي دي.
جرمني ځواکونه وايي، چې دوی یواځې د مظاهره کوونکو پښې په نخښه کړي دي.
په برلین کې د جرمني پوځ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، د تالقانو په مظاهره کې د دوی سرتیرو له شپږ څخو تر لسو پورې هغه کسان ټپیان کړي، چې دغلته یې د ناټو پر اډه برید کاوه. خو داسې کومه نښه نه شته چې د جرمني سرتیرو په ډزو دې څوک وژل شوی وي.

د تخار ولایت کې د چهارشنبې په ورځ د مظاهره چیانو او حکومت پلوو ځواکونو چې په کې جرمني سرتیري هم شامل وو؛ نښتو په جرمني کې د عامو خلکو هغه ناخوښې، چې د افغانستان په شمال کې یې د خپلو سرتیرو د حضور له کبله لرې نوره هم زیاته کړه.

د جرمني د وسلوالو ځواکونو اعلامیه وايي، دا د ځان څخه د دفاع یو وضیعت و. د دوی په وینا د مظاهره چیانو له ګڼې ګوڼې څه ځینو یې په تالقانو کې د ناټو اډې ته لاسې او د تیلو بمونه ور وغورځول.

دوی زیاتوي، په دې اخ و ډب کې یو جرمنی سرتیری سخټ ټپي شوی، دوه نور سرسري ټپیان شوي، همدارنګه د ناټو د دې پوځي اډې پنځه افغان ساتونکي هم ټپیان دي.

څلور تنه برید کوونکي د بدن په پاسنۍ برخې لګېدلي:

د جرمني د پوځ دا خبر پاڼه وايي، د مظاهره چیانو پر ګڼې ګوڼې لومړۍ سرتیرو هوايي ډزې وکړې خو کله چې مظاهره چیانو ایسار نه شول نو جرمني سرتیر د هغو پښې هدف وګرځولې.

دا اعلامیه زیاتوي، چې له درې تر څلورو پورې برید کونکي د تنې په پاسنۍ برخه کې هم په مرمیو لګیدلي دي او په دې اړه پوځي څیړنې روانې دي.

د مظاهره چیانو په منځ کې وسلوال کسان وو، چې د امنیې پر قومنداني، د ولایت پر دفتر او ناټو پر اډه یې بریدونه کړي او لاسي بمونه یې غورځولې دي.

امنیتي چارواکي

دغه مظاهرې تالقانو ته نژدې په یو کلي کې، د ناټو پر عملیاتو د اعتراض په توګه وي، تر دې یوه ورځ مخکې ناټو په سیمه کې پر یو کور د شپې له خوا عملیات کړي وو او د دوو ښځو په ګډون یې څلور کسان وژلي وو.

خو دا مظاهرې په تاوتریخوالې بدلې شوې، چې مرګ ژوبله یې واړوله، مظاهره چیان وايي، افغان امنیتي ځواکونو او جرمني سرتیرو پر دوی ډزې کړي، خو امنیتي چارواکي وايي، د مظاهره چیانو په منځ کې وسلوال کسان وو، چې د امنیې پر قومنداني، د ولایت پر دفتر او ناټو پر اډه یې بریدونه کړي او لاسي بمونه یې غورځولې دي.

جرمني تل ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د دوی سرتیري په جګړیزو فعالیاتونو کې برخه نه اخلي یوازې د بشري چارو لپاره هلته دي.
XS
SM
MD
LG