د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۲

اوباما: له منځني ختيځ څخه د انساني کرامت اواز اوچت شوى


د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې د اسراییلیانو او فلسطینیانو ترمینځ په روانه شخړه کې د پام وړ بدلون هم اعلان کړ.
د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې د اسراییلیانو او فلسطینیانو ترمینځ په روانه شخړه کې د پام وړ بدلون هم اعلان کړ.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره شپه په منځني ختیځ کې د روانو پاڅونونو په اړه په خپله مهمه وینا کې وویل چې له دې سیمې څخه د انساني کرامت آواز رااوچت شوی.

اوباما وویل، که امریکا د دې سیمې د عوامو غوښتنو ته په ځواب ویل کې پاتې راشي نو دا عقیده ښايي پیاوړې شي چې واشنګټن په دې سیمه کې یوازې د خپلې ګټې په فکر کې دی.

د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې د اسراییلیانو او فلسطینیانو ترمینځ په روانه شخړه کې د پام وړ بدلون هم اعلان کړ.

ولسمشر بارک اوباما چې د امریکا د بهرنیوچارو په وزارت کې وینا کوله، د لومړي ځل لپاره په منځني ختیځ او عربي نړۍ کې د روانو پاڅونونو په اړه خبرې وکړې. اوباما د ټولې سیمې په کچه پاڅونونه ډيموکراټیکو اصلاحاتو ته ډله ییز تمایل او آزادۍ ته لېوالتیا وبلل:

“په تېرو شپږو میاشتو کې موږ په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د خارق العاده بدلون شاهدان وو. چوک په چوک، ښار په ښار او هېواد په هېواد خلک راپاڅېدل چې د خپلو بنیادي حقونو غوښتنه وکړي”

اوباما وویل، په دې کې باید هېڅ شک پاتې نه وي چې امریکا د هغو بدلونونو هرکلی کوي چې په نتیجه کې یې خلک خپلې پرېکړې په خپله کوي. ده په ډاګه کړه چې امریکا په کلکه د هغو خلکو ترڅنګ ولاړه ده چې د بدلون غوښتونکي دي، نه د هغو مشرانو ترڅنګ چې له کلونو راهیسې د امریکا متحدان دي.

په تېرو شپږو میاشتو کې موږ په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د خارق العاده بدلون شاهدان وو. چوک په چوک، ښار په ښار او هېواد په هېواد خلک راپاڅېدل چې د خپلو بنیادي حقونو غوښتنه وکړي
ولسمشر اوباما

د امریکا ولسمشر د لومړي ځل لپاره د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته خپل سخت پیغام واوراوه، ویې ویل چې د اصلاحاتو لپاره د خلکو د دوو میاشتو اعتراضونو په ځواب کې اسد د وژنو او په ګڼ شمېر د خلکو د بندي کولو لاره غوره کړه. اوباما په ډاګه وویل چې ولسمشر بشاراسد یا باید په خپل هېواد کې د قدرت د سوله ییز او دیموکراتیک انتقال د بهیر مشري وکړي او یا دې له مخې لیرې شي.

په منځني ختیځ کې د تېرو شپږو میاشتو پاڅونونو، د امریکا بهرنۍ پالیسي له سختو ازموینو سره مخامخ کړه او د اوباما پر اداره له دې کبله سخت انتقادونه وشول چې له هر هېواد سره یې بېل چلند کړی.

په مصر کې د سپینې ماڼۍ له پخواني متحد حسني مبارک څخه د امریکا ملاتړ یوازې له څو اونیو اعتراضونو وروسته کمزوری شو خو په بحرین کې چې سلطنتي کورنۍ آزادي غوښتونکي خلک وهي او وژني یې، امریکا داسې ونه کړل.

په لیبیا کې د امریکا پوځ له ناټو سره مرسته کوي چې معمرالقذافي له واکه لیرې کړي خو تر پرونۍ وینا پورې واشنګټن د سوریې د ولسمشر بشاراسد په برخه کې چې له خپلو خلکو سره په بېرحمۍ چلند کوي، تقریباً چوپه خوله و.

د نړۍ په مليونونو انسانانو د ښاغلي اوباما دا وينا واورېده

ښاغلي اوباما په خپله پرونۍ وینا کې دبحرین په اړه چې ده د امریکا پخوانی شریک وباله وویل چې باید د اپوزسیون مشران لومړی له بنده خوشې شي او بیا خبرې ورسره وشي. ده د یمن له ولسمشر علي عبدالله صالح څخه وغوښتل چې د قدرت د سپارلو ژمنه عملي کړي.

ولسمشراوباما زیاته کړه چې امریکا به له ډیموکراتیکو بدلونونو څخه خپل ملاتړ ته حتی که په سیمه کې د دې هېواد له ستراتیژیکو ګټو سره ټکر رامینځ ته کړي هم دوام ورکړي. د اوباما په وینا په دې لړ کې به له مدني ټولنو، د خلکو، په تېره د ځوانانو د آواز د رسولو لپاره د ټولنیزو رسنیو له پراختیا، د کاري فرصتونو له رامینځ ته کولو او د راتلونکې لپاره له پانګونو سره مرستې وشي.

اوباما په خپله وینا کې د فلسطینیانو او اسراییلو په روان کړکېچ کې د امریکا په دریځ کې یوستر بدلون هم اعلان کړ او د لومړي ځل لپاره یې په عام محضر کې پر اسراییلو غږ وکړ چې د داسې یوه فلسطیني دولت جوړېدل ومني چې سرحدات یې په ۱۹۶۷ کال کې له هغې شپږورځنۍ جګړې مخکې ټاکل شوي وو چې په نتیجه کې اسراییلو ختیځ بیت المقدس، غزه او لویدیځه غاړه اشغال کړل.

امریکا به له ډیموکراتیکو بدلونونو څخه خپل ملاتړ ته حتی که په سیمه کې د دې هېواد له ستراتیژیکو ګټو سره ټکر رامینځ ته کړي هم دوام ورکړي.
ښاغلى اوباما

د فلسطینیانو د یوې اساسي غوښتنې په تاییدولو سره ښاغلي اوباما له هغې نازکې ډیپلوماتيکې کرښې څخه پښه واړوله چې یوې خواته یې له اسراییلو څخه د امریکا عنعنوي ملاتړ او بلې خوا ته یې د هغه لس کلن بن بست د ماتولو هیله ده چې له عربي نړۍ سره یې د امریکا اړیکي زیانمن کړي دي:

“په داسې یوه وخت کې چې د منځني ختیځ او شمالي افریقا خلک له خپلو اوږو څخه د ماضي بار کښته کوي، داسې یو بېړنی حرکت په کار دی چې په نتیجه کې یې تلپاتې سوله چې کړکېچ پای ته ورسوي او ټولې دعوې حل کړي، ټینګه شي”

اوباما اسراییلو ته ډاډ ورکړ چې د دې هېواد د امنیت په برخه کې د امریکا ژمنې ټینګې دي خو یادونه یې وکړه چې اسراییل هم باید د یوې تلپاتې سولې د ټینګولو په برخه کې څرګند اقدامات وکړي.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر د فلسطینیانو هغه پلان رد کړ چې غواړي ملګري ملتونه یې سږکال منی د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني. اوباما وویل چې په راروانه سپټمبر میاشت کې په ملګروملتو کې د اسراییلو د منزوي کولو لپاره سمبولیک اقدامات به د یوه خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو سره مرسته ونکړي.
XS
SM
MD
LG