د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۱

افغانستان:د شانګهاى په سازمان کې به د څارونکي موقف خپل کړو


د شانګهاى د همکارۍ سازمان لس کاله مخکې جوړ شو
د شانګهاى د همکارۍ سازمان لس کاله مخکې جوړ شو
د روسيې د بهرنيو چارو وزير پرون خبريالانو ته وويل چې افغانستان د شانګهاى د همکارۍ په سازمان کې د څارونکي موقف د ترلاسه کولو لپاره دې سازمان ته درخواست ورکړى.

راپورونه وايي، کېدى شي افغانستان په جون مياشت کې د دې سازمان د سرمشريزې پر مهال دغه موقف ترلاسه کړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د قزاقستان په الماته ښار کې پرون د دې سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر غونډې وروسته خبريالانو ته وويل، د پاکستان او هند په ګډون ځينو نورو هېوادونو د شانګهاى د همکارۍ سازمان د دايمي غړيتوب لپاره غوښتنليکونه ورکړي دي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان لس کاله مخکې د روسيې، قزاقستان، قرغزستان، چين او د تاجکستان له لوري جوړ شو چې وروسته يې ازبکستان هم غړيتوب ترلاسه کړ.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف له خبريالانو سره په خبرو کې يوې بلې مسئلې ته هم اشاره وکړه، ده وويل، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې پوځي حضور لري بايد په دې هېواد کې د مخدره موادو د قاچاق په وړاندې مبارزې ته زيات پام واړوي.

لاوروف زياته کړه:

”موږ د نشه يي موادو د قاچاق د مخنيوي په مسئله کې د همکارۍ لپاره نه دي غوښتي چې منزوي واوسو“

د روسيې د بهرنيو چارو وزير له هغو هېوادونو چې افغانستان ته يې پوځيان لېږلي، وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له اصولو سره سم په افغانستان کې د مخدره موادو د توليد او قاچاق پر خلاف مبارزې ته زيات پام واړوي.

افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې نشه يي مواد په کې زيات توليدېږي، روسيه تل د دغو موادو د قاچاق له درکه اندېښنه څرګندوي. روسي چارواکي وايي د دغو موادو زياته برخه روسيې ته قاچاقېږي او بيا له هغه ځايه نورو اروپايي هېوادونو ته وړل کېږي.
XS
SM
MD
LG