کابل ته د هند د صدراعظم دا سفر ناببره او تصادفي نه ده بلکه افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم له راتګ څخه پوره درې اونۍ وروسته ترسره کیږي.
سره له دې چې د افغانستان د حکومت ځینې منابع وایي، چې د هند صدراعظم د یوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د افغانستان د بیارغونې له پروسې سره د مرستې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړوندو مسایلو په اړه د خبرو اترو لپاره دې هېواد ته سفر کوي، خو تر ډیره داسې ګمان کیږي چې له افغان چارواکو سره د من موهن سنګ د خبرو اصلي محور په سیمه کې د تازه تحولاتو او اسلام اباد ته نږدې سیمه کې د اسامه بن لادن د وژل کېدو مساله وي.
د هند لپاره د پاکستان پایتخت ته نږدې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدل کومه حیراوونکې خبره نه ده ځکه چې هم افغان اوهم هندي چارواکو په تیرو څو کلونو کې چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې دي همدا ویل، چې د تروریزم اصلي ځالې په پاکستان کې دي او ټولې تروریستي حملې هم له همدې هېواد څخه کنټرول او ترسره کیږي.
اسلام اباد ته نږدې سیمه ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن وژل کېدل کابل او هند ته د پاکستان په اړه لا تیره توره پرلاس ورکړې او په دې وخت کې افغانستان ته د من موهن سنګ سفر د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د اړیکو نوی فصل پرانیستل دي.
هند له افغانستان سره یو له مهمو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دي خو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو نه وروسته د هغو پروژو د عملي کولو پر وړاندې ډیرې ستونزې او خنډونه موجود، دي چې د هند له خوا پرمخ وړل کیږي.
په افغانستان کې یو شمېرهندي کارګران او انجنیران وژل شوي او تښتول شوي او ان په کابل کې د هند پرسفارت دوه ځلي ځان وژونکې حملې وشوې چې په کې یو شمېر هندي ډیپلوماتان هم ووژل شول.
خو ډیرکله د هندي او ان افغان چارواکو د انتقاد ګوته د پاکستان پرلور ده او وایي، چې اسلام اباد نه غواړي چې هند په افغانستان کې مهم رول ولري او د دې جګړه ځپلي هېواد په بیا رغولو کې رغنده ونډه واخلي.
هند دې مسالې ته هم اشاره کوي چې په تیرو کلونو کې په پاکستان کې روزل شوېو تروریستانو د نوموړي هېواد په بېلابېلو برخو کې هم خونړۍ حملې کړي او هند ته یې ډیرې ستونزې جوړې کړي دي.
خو پاکستان ډیره کله دا ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اسلام اباد د خپلو ګاونډېو په کورنیو چارو مداخله نه کوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ډیرو کلونو راهیسې کله د خوابدي او کله هم د ټینګې دوستې خبرې شوي، خو اوس چې اسامه بن لادن په نوموړي هېواد کې ووژل شو او پاکستان د نړېوالو او امریکا تر جدي فشارلاندې دی پاکستان هڅه کوي چې په سیمه ایزه او نړېواله سطح له دې جنجال څخه ځان وژغوري.
په پاکستان کې د القاعده شبکې او وسله والو طالبانو د غړو د موجودیت په اړه نړۍ ته ځواب ورکول په دې وروستیو ورځو کې د پاکستاني سیاستوالو له اصلي مصروفیتونو څخه دي او هند هڅه کوي چې له همدې طلایي فرصت څخه له افغانستان سره خپلې اړیکې لا ټینګې او نړېوالوته دا وښیي چې د تروریزم سره مبارزه کې رښتینې او جدي دی.
ټاکل شوې ده، د هند صدراعظم نن غرمه د جمهوري ریاست د ارګ په ماڼې د ولسمشر کرزي په میلمستیا کې برخه واخلي او له هغې وروسته د دواړو هېوادونو او سیمې د ګرمو مسایلو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړې.
ویل شوي، چې د ورځې په پای کې به ولسمشر کرزی او من موهن سنګ په یوه خبري کنفرانس کې هم برخه واخلي او د خبریالانو پوښتنو ته به ځواب ووایي.
دغه راز ویل شوي، چې د هند صدراعظم ښاغلي سنګ به سبا د افغانستان د ملي شورا په ودانۍ کې د دې شورا غړو ته هم یوه مهمه وینا واوروي.