د رپوټونو پر اساس د معمر القذافي د رژیم وسله والو مخالفانو پرون د دې هېواد په ختیځو او لویدیځو سیمو کې پرمختګونه کړي دي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د لیبیا د رژیم د مخالفینو دا پرمختګ څرګندوي چې د ناټو هوایي حملو د قذافي د رژيم پلویان تر فشار لاندې نیولي او ضعیف کړي دي .
د قذافي د رژیم وسله والو مخالفانو د یکشنبې د ورځې په وروستیو کې، د مصراته په ښار کې چې ترمحاصرې لاندې وه ، د محاصرې کړۍ ماته کړه او پرمختګ یې وکړ.
وسله والو مخالفانو د دوشنبې په ورځ د مصراته د ښار په شاوخوا کې خپل پياده عسکر ځاي پرځاي کړل . دا پداسې حال کې ده چې د ناټو ځواکونو په تیرو څو ورځوکې د معمر القذافي د پلویانو ځواکونو پر مرکزونو او تجهیزاتوهوايي حملې پيل کړي دي .
د رژیم مخالفینو ویلي چې دې حملو د قذافي رژیم دومره ضعیف کړی دی چې اوس دوی کولای شي پر ضد یې ځمکنۍ حملې وکړي . د رپوټونو پر اساس د نن ورځې په پیل کې د ناټو الوتکې په ډیره کمه ارتفاع کې د لیبیا د پایتخت طرابلس په فضا کې په الوتو وې او ځينې سیمیې یې نن هم بمبارد کړې دي .
په لیبیا کې چارواکو بهرني خبریالان په سیمه کې دوو بمبارد شویو ځایونو ته ور بللي وو چې د نیویارک ټایمز په حواله یو یې د دې هیواد د پارلمان ودانۍ ته څیرمه وو او دوهم یوه پوځي مرکز ته څيرمه روغتون وو .
ورځپاڼه لیکي د قذافي د رژیم د پلویانو ضعف بریقه ته نږدې په عملیاتو کې څرګند شو .
د وسله والو مخالفانو یوه مسول خبریالانو ته ویلي چې په بریقه کې چې د لیبیا د تیلو له عمده ځایونو څخه دی د قذافي د رزیم ۳۶ پلویان وژل شوي دي او لس موټر یې تخریب شوي دی .
د مخالفانو دې چارواکي چې خپل نوم یې نه دی ښودلې او د عملیاتوپه اړه یې د نورو معلوماتو ورکولو اجازه نه درلوده دومره يې ویلي چې په دې نښتو کې شپږ تنه د دوی له لوري وژل شوي دي . ده زیاته کړې چې د قذافي پلویانو تردې مخکې چې د ناټو ځواکونه هوایي حمله پيل کړې له سیمې په شا شول .
په سیمه کې د تلفاتو شمیره مستقلو منابعو نده تایید کړې خو که چیرې تایید شي نو د بریقه نښته د قذافي د رژیم لپاره تر ټولو خونړۍ بلل کیدای شي . په عین حال کې مخالفینو د دې ثابتولو لپاره چې د دوي مقاومت یوازي د لیبیا په ختیځ پورې نه دی محدود د لږترلږه ۲۵سیمیزو شوراګانو استازې د دوشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې سره را غونډ کړي وو .