د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۷

کرزي د طالبانو اوسني بریدونه د اسامه غچ اخیستنه وبلله


ټایم مجلې په کندهارکې د طالبانو له خوا د وروستیو حملو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، افغان ولسمشر حامد کرزي د وسله والو طالبانو دغه پراخې حملې د اسامه بن لادن تروژلو وروسته د غچ اخیستنې حملې بللي او ویلې یې دي چې القاعده او نورو تروریستي ډلو چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن په وژل کېدو سره یې سخته ماته خوړلې، د خپلې دغې ماتې د پټولو لپاره یې هڅه وکړه چې په کندهار کې ملکي وګړي ووژني او خپل غچ د افغانستان له بې ګناه وګړو واخلي.

د ټایم مجلی په وینا په کندهار کې د طالبانو د حملو او د اسامه د وژل کېدو ترمنځ اړیکي په اړه د طالبانو په هغې اعلامیه کې نخښې لیدل کیږي چې یو شمېر جهادي ویب پاڼو کې خپره شوې ده.

په دغې اعلامیه کې چی ازادۍ راډیو هم ترلاسه کړې، طالبانو ویلي چې اسلامي امارات په دې باور دی چې د اسامه بن لادن وژل کیدل به د یرغلګرو په وړاندې روان جهاد ته په دې حساس پړاو کې نوی تحرک ورکړي.

خو د ایساف له خوا په خپره شوې اعلامه کې د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ د پرسونل مرستیال د امریکایي پلي سمندري ځواکونو جنرال جمس لاسټیر وویل، دا به د طالبانو له خوا د اعلان شوېو پسرلنیو پراخو عملیاتو یوه هڅه وه.

سیاسي څارونکو ویلي، چې د ا هم اهنګه حملې د طالبانو هغه وینا په عمل کې ثابتوي چې یوه اونۍ مخکې یې د پسرلنیو پراخو عملیاتو د پیل اعلان کړی و.

کندهار په وروستیو کې د څو نورو مهمو پیښو شاهد هم و. شاوخوا دوه اونۍ مخکې د دې ښار له زندانه سلګونه طالب بندیان وتښتیدل او ترهغې وړاندې د کندهار د امنیې قوماندان په یوې ځان وژونکې حملې کې ووژل شو.

جنرال لیستر دغه راز یادونه وکړه، چې طالبانو ویلي و چی په پسرلنیو عملیاتو کې به هڅه کوي چی ملکیانو ته مرګ ژوبله وانه وړي خو د هغه په وینا په کندهار کې د طالبانو په بریدونو کې زیاتره ټپیان ملکي وګړي دي.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کندهار حملې یې له څو میاشتو راهیسې پلان کړې وې.

کرس بیري چې د امریکا د پوځ په هغه جزوتام کی چی د افغان لوړ رتبه چارواکو د قتل د پېښو په اړه د څیړنی مسول دی د ملکې څیړونکي په توګه دنده ترسره کوي، وایي:

د بن لادن وژل کېدل، د طالبانو لپاره یو فرصت دی چې خپلو فعالیتونو ته زور ورکړي څو په دې کار سره خپلو فعالیتونو ته د نړېوالو ډیر پام راجلب کړي.

د افغانستان د کورنيو چارو پخوانی وزير علي احمد جلالي چې اوس په واشنګټن کې په ملي دفاعي پوهنتون کې استاد دی، له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ورته نظر څرګند کړ او ویې ویل چې طالبان په دې ډول حملو سره غواړي وښیي چې دوي فعال دي.

امریکایي ملکي څیړونکي کرس بیري ټایم مجلې ته د اسامه بن لادن د وژل کېدو په ورځ وویل، چې امریکایي ځواکونه باید په افغانستان او عراق کې لوړ احظارات ونیسي ځکه د بن لادن په وژل کېدو سره د حملو د زیاتوالي احتمال زیات دی.
XS
SM
MD
LG