په کابل کې د امریکا سفیر وایي، چې په روان کال کې پنځوس میلیونه ډالره به په افغانستان کې د ماین پاکۍ په برخه کې ولګوي.
کارل ایکن بیري چې د چهار شنبې په ورځ یي د ماین پاکولو د نړېوالې ورځې په مناسبت خبرې کولې وویل، چې د دې پیسو ډیره برخه به د ماینونو د پاکولو، د ماینونو څخه زیانمنو ته د اعضاوو د بیارغونې، عامه ځایونو ته د لاس رسي، حرفوي زده کړو او په نورو اړوندو مهمو برخو کې ولګول شي.
ایکن بیري وړاندې وایي، چې د دې بودیجې ډیره برخه به د پنځو نړېوالو او دریو کورنیو موسېسو له خوا په ولګولې شي:
(پنځوس میلیونه ډالره په روان کال کې د امریکا له خوا د ماین پاکۍ په برخه کې تر ټولو لویه مرسته ده او په لومړي سر کې به زموږ تاکید ډیر د ماین پاکۍ په برخه کې وي.
دا به د افغاني او نړېوالو موسېسو له خوا مصرفیږي، زموږ هڅې دا دې چې افغانستان یو با ثباته او له ماینونو څخه پاک هېواد وي. )
د ماینونو د نړېوالې ورځې په مناسبت په دغه جوړه شوې غونډه کې د یوه نامتو عکاس مارکو ګروب په وسیله د انځورونو (عکسونو) نندارتون چې له ماینونو څخه د زیانمنو شوی وو او هغو چې په دغه برخه کې له ډیری مودې کار کړی، نندارې ته ایښې وو.
په ورته وخت کې د افغانستان د طبیعې پېښو په وړاندې د مبارزې د ادارې مشر ډاکتر دایم کاکړ وایي چې لا هم د افغانستان په شپږ سوه نه ډیره کیلومتره مربع ځمکه کې ماینونه ښخ دي.
ښاغلی کاکړ د ماین پاکې په برخه کې یو شمېر ستونزو ته ګوته نیسي او وایي په کلیوالي سیمو کې تربګنۍ، امنیتي ستونزې او په وخت د بودیجې نشتوالی هغه خنډونه دي چې په دغه لار کې د ګټوره کار مخنیوی کوي.
دې وایي چې که څه هم په وروستیو لسو کلونو کې د ماینونو په قربانیانو کې کمښت راغلی خو وایي، چې لا هم ډیر وخت، لوړې بودیجې او ډیرې همغږی ته اړتیا ده څو افغانستان له ماینونو څخه پاک شي.
د ماینونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د همغږی د ادارې مشر الن مک ډونلد وایي، چې تر دې دمه یي د ماین پاکۍ په برخه کې نیم ارزښتناک کارونه ترسره کړي دي.
ده وویل، چې کېدای شي دا کار د هېواد په ځینو سیمو کې په تیزی ترسره شي، چې باید په دغه برخه کې د مدني ټولنو، ټولنیزو غوڼدو څخه کار واخیستل شي.
په افغانستان کې د روانې جګړې ښکیل اړخونه د هېواد په هرګوټ کې ډیر شمېر ماینونه ښخوي، چې له امله یي زیاتره ماشومان او ښځې زیانمنې کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکې دفتر د خبرپاڼې له مخې د اوتاوا د تړون پر اساس تر ۲۰۱۳ کال پورې افغانستان باید د ماینونو څخه پاک وي، خو د طبیعې پیښو سره د مبارزې د ادارې مشر ښاغلی کاکړ وایي چې ښایي دا کار په لسو کلونو کې ترسره شي.
رپورټ: مخفي عزیزي، کابل