د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

کیري:ولې موږ له افغانستانه نه وځو؟


د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشرجان کیری
د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشرجان کیری
د امریکا د استازېو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشرجان کیری پرون د کانګرس په استماعیه غونډه کې وویل، د اسامه بن لادن له وژل کېدو سره ښایي دا پوښتنه راپورته شوې وي چې موږ ولې خپل بار او بستره نه راټولو او له افغانستانه نه وځو، خو امریکا دا کارځکه نه شي کولای چې مهمه مسله د افغانستان ده چې دا هېواد څنګه امن شي.

په افغانستان کې په اوس وخت کې شاوخوا سل زره امریکایي عسکر دیره دي او په پام کې ده چې له را روان دوبي له له دې هېواده د دغو عسکر د وتلو بهیر پیل شي.

ډموکرات سناتور جان کیری وویل، دی په راتلونکو دوو اونیو کې بیا افغانستان ته ځي څو د دې هېواد وضعیت له نژدې وڅیړي.

د کانګرس په استماعیه غونډه کې چې ( افغانستان، د لانجې د منل شوې حل لارې او دې هدف ته د رسېدو د طریقې په نوم جوړه شوې وه، جان کیري د اسامه بن لادن د وژل کېدو په اړه وویل:

(د بن لادن وژل کېدل، د القاعده پرعملیاتي توانایي سخته ضربه ده، خو په دې کار سره تهدیدونه پای ته نه رسیږي.

په هرصورت دغه عمل د امریکا د استخباراتي او پوځي شبکو لپاره یو غټ بری دی، دا کار امریکا پیاوړې کوي او موږ د القاعده د تخریب او له منځه وړلو هدف ته نژدې کوي.)


جان کیری وویل، هغه کسان چې له دغو عملیاتو سره مخالفت ښیي، باید پر متحدو ایالاتو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې ناځوانمردانه حملې په یاد راوړي چې سلګونه بې ګناه انسانان په کې ووژل شول.

د جان کیری په وینا دغه عمل وښوده، چې متحده ایالات په خپلو ژمنو عمل کوي او د خپلو خلکو د دفاع لپاره هرممکنه اقدام ترسره کوي او هغو کسانو ته به چې د خلکو د وژلو یا هغوي ته د زیان رسولو لپاره یې ملاتړلې، د خپلو اعمالو سزا ورکوي.

د امریکا د استازېو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ریس وویل، دی پوره ډاډه دی چې امریکا د دې توان لري چې په افغانستان کې خپل هدف ته ورسیږی.

جان کیري زیاته کړه، افغانستان ته په راتلونکې سفر کې به پردې مسلې تمرکز وکړي چې د امریکایي عسکرو له خوا په پاکستان کې د بن لادن ناڅاپي وژل کېدل به په دې هېواد کې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو پر هڅو او د طالبانو په وړاندې جګړې څه اغیز وکړي، خو هغه په دې تاکید وکړ چې په پاکستان کې د افراطیانو اډې تر اوسه د تهدید یوه غټه منبع ده.

د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون هم پرون د هېواد پارلمان ته په خبرو کې همدا مسله یاده کړه او ویي ویل، چې د بن لادن وژل کېدل دا مانا نه لري چې د القاعده له خوا ټول ګواښ له منځه تللی بلکه د هغه په وینا تر اوسه له یو شمېر هېوادونو لکه یمن او المغرب څخه دغه ګواښ متوجه دی.

کامرون زیاته کړه، له شواهدو ښکاري چې اسامه بن لادن سره به په پاکستان کې مرسته کیده:

(دغه حقیقت چې بن لادن په یوه لوی کور کې په ګڼ میشته سیمه کې اوسېده ښیي چې هغه په پاکستان کې یوه لویه مرستندویه شبکه لرله، موږ تر اوسه نه پوهیږو چې دغه شبکه څومره پراخه وه. په دې اړه به پوښتنې او تحقیقات وکړو او دا کار به کوو.)

کامرون د اسامه بن لادن د وژل کېدو په اړه پارلمان ته په خبرو کې دغه راز د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې د القاعده د مشر وژل کېدل د امریکا او نورو ټولو هغو هېوادونو لپاره چې د تروریزم ضد جګړه کې یې یو د بل ترڅنګ برخه اخیستې، یوه غټه لاس ته راوړنه ده.
XS
SM
MD
LG