په پاکستان کې د خیبر پښتونخواه په هنګو ښار کې یوې ځان وژوونکې حمله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا حمله د پنجشنبې په ورځ سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه ناپېژندل شوي کس له چاودېدونکیو موادو ډک موټر د هنګو ښارګوټي د دوآبې په سیمه کې د پولیسو له یوه ماموريت یا تاڼې سره وجنګاوه.
د دغه ښار د پولیسو مشر محسود افريدي چې له پېښې وروسته یې رسنیو ته معلومات ورکول وویل :
"ځان وژونکي خپل موټر د تاڼې له وره سره جنګولی و، په دې پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
ولسي خلکو ته هم د سر زیان اوښتی خو ماته چې کوم معلومات راکړل شوي، د هغې له مخې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې کره شمېر لاندی معلوم.
همداشان تاڼې ته نژدې یو شمېر کورونه او دوکانونه هم زیانمن شوي."
په داسې حال کې چې اپريدي د ټپيانو د کره شمېرې په اړه بې خبري ښودلې خو په سیمه کې ازادې سرچینې د مړو و زخمیانو اصلي شمېره پېنځه دېرش تنه ښيي، چې ویل کېږي، ډېري یې ولسي خلک دي.
د دې ترڅنګ ویل شوي، چې په چاودنه کې پر یادې تاڼې سربیره څېرمه د ولسي خلکو کورونه او یو سوداګريز مارکيټ هم زیان شوی.
په سیمه کې ازاد خبريال زاهد مصري خان د پېښې له ځایه د تلیفون پر لیکه ازادي راډيو ته وویل:
"درې تنه ولسي خلک وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي، تاڼې ته څېرمه ۲۰ کورونه او شپېته دوکانونه زیانمن شوي یا نړيدلي."
هنګو یوه له هغو سیمو ده، چې له وړاندې هم ورته پېښې په کې رامنځته شوي. د نور پاکستان پشان په دغه ښار کې پر امنيتي ځواکونو د شوي هر برید مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی خو د وروستیو رپوټونو له مخې دغې ډلې لا د ننني برید په اړه څه نه دي ویلي.