پاکستاني چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې د امریکا بې پيلوټه الوتکو په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
له سیمې نه په رارسېدلو رپوټونو کې ويل شوي، چې دغو الوتکو د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال په شمالي وزیرستان کې پر یوه کور څو توغندي توغولي چې د وروستیو رپوټونو له مخې ۱۸ تنه په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې دا برید د دته خېلو په اړوندو کې پر یوه کور شوی.
یوه ځايي دولتي مسوول، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د اتلسو تنو د وژل کېدو خبر تائيد کړی او زیاته کړې یې ده چې د ځینې ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی او ښايي اصلي شمېره تر دې هم زیاته شي، خو نوموړي د هغوي د هويت په اړه بې خبري ښودلې.
په عین حال کې ازادو سرچینو دا کور د وسله والو طالبانو مرکز ښوولی او ويل شوي چې په دې برید کې ۲۲ تنه ځايي طالبان وژل شوي.
د سهيل په نوم یوه ځايي اوسېدونکي د سیمه ييزو خلکو له قوله د تیلیفون پر ليکه ازادۍ راډیو ته وويل، چې تر اوسه پورې له دې مرکز څخه د ۲۲ تنو مړي راويستل شوي خو زیاته یې کړه چې د ټپیانو کره شمېر لا نه دی مالوم.
دته خېل یوه له هغو سیمو ده چې ويل کېږي، وسله وال جنګيالي په کې مرکزونه لري او ډیر ځله د دغو الوتکو له خوا په نخښه شوې.
له دې وړاندې تېره ورځ هم بې پيلوټه الوتکو په دغه سیمه کې د وسله والو پر یوه مرکز بريد کړی و چې د دولتي مسوولینو د معلوماتو له مخې اتو تنو جنګيالیو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
د امریکا متحده ایالتونه وايي، چې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د القاعدې او طالبانو د جنګیالي پناه ځایونه او روزنځایونه لري، چې تر ډېره دبې پيلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځي.
مجيب الرحمان انګار،پېښور