د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

په کابل کې د ښځو نړېواله ورځ ولمانځل شوه


د ښځو نړېواله ورځ په کابل کې
د ښځو نړېواله ورځ په کابل کې
د کابل ښار په سلګونو ښځو چې(د دولتي ارګانونو کار کوونکي،د ټولنیزو سازمانونوغړې او د کور میرمنې په کی وی)، د دوشنبې په ورځ یي په یوې غونډه کې د ښځو نړېواله ورځ ولمانځله.

په غونډه کې یو شمېر ښځو د دوي په مقالو کې وویل، چې اوس هم د هېواد ښځې د نارینه و له زور زیاتي سره مخې دي او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې ورته د کار کولو ډیره لږه برخه ورکول کیږي.

دوي د دولت له مربوطو ادارو او هغو موسېسو څخه چې د ښځو فعالیتونه تنظیموي وغوښتل چې د دوي په پروګرامونو کې دي، د افغانستان د ښځو د حقونو خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړي.

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو د ګوند د ښځو د مرکزي شورا رییسې
عادله بهرام زیاته کړه:

(په هېواد کې ښځې بد حالت لري، په ډیرو ولایتونو کې ورسره دومره ظلمونه کیږي، چې ځان وژنې ته مجبوریږي، دا د دولت دنده ده چې د قانون حاکمیت پیاوړي او پر ټولو خلکو یوشان پلي کړي که دولت د دې مخه ونه نیسي، بدې پایلې به ترې رامنځته شي.)

د غونډې زیاترو ګډون کوونکو ښځو ویل چې دم ګړئ په هېواد کې د ښځو چارو په نوم یو وزارت، د بشر د حقونو یو شمېرخپلواک سازمانونه، راز راز مدني ټولنې او ګڼ شمېر بهرنۍ موسېسې د ښځو د حقونو د خوندیتوب نارې وهي، خو په وروستیو کابو لسو کلونو کې د دوي مالي لګښتونو او فعالیتونو، د افغانستان د ښځو په ژوند کې د پام وړ بدلون رانه وست.

دوي ویل، دا د دولت دنده ده چې د مدني قوانینو په پلي کولوکې د افرادواو ډلو زور ته نه، بلکې حقونو ته پاملرنه وکړي.

یوې میرمن وسیمي له خلکو هم وغوښتل چې که مدني قوانین یي نه وي لوستي د اسلام د اصولو سره سم دي د ښځو حقونو ته نظر وکړي:

(د ښځې حقوق د اسلام له نظره ثابت دی، که زموږ ورونو، مدني قوانین نه وي لوستي، قران مجید خویي لوستی، په قران کې دې د ښځو حقونه وویني او عمل دی پرې وکړي.)

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیونونه هم وایي، چې په دې هېواد کې د ښځو پر وړاندې زورزیاتی لا دوام لري او علت یي د خلکو ناپوهي، د نارینه زور او خپل سري، د قانون د حاکمیت کمزوري او نا امنی ښيي.

خو دولت وایي چې،د دولت په هر پروګرام او پلان کې د ښځو د حقونو خوندیتوب ته تدابیر نیول شوی او د پلي کېدو لړۍ يي پرمخ روانه ده.
XS
SM
MD
LG