سیاسي او پوځي څیړونکي په دې باور دي چې له امریکا سره باید په دې اړه څرګندې خبرې وشي چې ايا په رښتیا غواړي په دې هېواد کې دایمي پوځي هډې جوړې کړي او که نه؟
په هغه بحث کې چې د جمعې په ورځ په کابل کې د شهروند د بنیاد له خوا په دې اړه جوړ شوي وو د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیرمحمد حنیف اتمر وویل، چې په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي هډو د جوړولو په برخه کې باید د دې هېواد ملي یووالي ته په پام پریکړه وشي.
د ښاغلي اتمر په خبره که څه هم امریکایي چارواکو په افغانستان د دایمي پوځي هډو د جوړولو په اړه ضد نقیض خبرې کړي خو ده په دې اړه د افغانستان ستراتیژیکو او ملي ګټو ته په پام افغان حکومت ته څلور مشخص وړاندیزونه وکړل:
"زما د خپل هېواد سیاسي مشرانو ته په درناوي سره دا وړاندیز دی چې، په دې برخه کې لومړی خپل ملي ګټې په پام کې ونیسي او دوهم له امریکا سره څرګندې خبرې وکړي.
دریم دا چې په دې اړه په پریکړو کې د خپل هېواد ملي یووالی وساتي او څلورم د دې مسالې په اړه له ګاونډېو هېوادونو سره په اخلاص او دوستانه ډول خبرې وکړي".
دا بحثونه او څرګندونې وروسته ترهغې کیږي چې د امریکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند ځینو سناتورانو څه موده مخکې وویل، چې امریکا غواړي په افغانستان کې دایمي پوځې هډې ولري.
سره له دې چې په دې اړه د امریکا د حکومت له خوا افغان حکومت ته تراوسه کوم رسمي وړاندیز نه دی شوی خو د امریکایي سناتور د دې څرګندونو په اړه په افغانستان کې بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي.
یو شمېر افغان کارپوهان وایي، چې نړېواله ټولنه له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې د تروریزم په وړاندې مبارزه کې د پام وړ لاس ته راوړنې نه درلودې او په افغانستان د دوي له خوا د دایمي پوځي هډو جوړول د دوي له ستراتیژیکو هدفونو څخه دي.
په عین حال کې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح په دې هېواد کې د امریکا د دایمي پوځي هډو جوړېدل د افغانستان د اقتصادي زیرمو لپاره مهم بولي.
ښاغلی صالح وایي، چې په افغانستان کې د امریکا له حضور څخه باید په اقتصادي وده او پرمختګ کې ګټه واخیستل شي:
"له اقتصادي پلوه افغانستان دا وړتیا نه لري چې لوی زیربنایي پروګرامونه د خپلو ملي عوایدو په واسطه پیل اوعملي کړي، په لویو اقتصادي پروژو کې د پانګې اچوولو لپاره یوازینې هېوادونه او ارګانونه چې له موږ سره همکاري کولاې شي هغه لویدیځ هېوادونه او ارګانونه دي".
افغان ولسمشرحامدکرزي څو ورځې وړاندې د جرمني د مونشن په کنفرانس کې تر ګډون وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي هډو د جوړولو په اړه خبرې روانې دي.
په افغانستان کې دامریکا د دایمي پوځي هډو د جوړولو په اړه د افغان حکومتي چارواکو،کارپوهانو اوعامو خلکو ترمنځ بېلابېل نظرونه موجود دي، ځینې په دې اړه مثبت نظرلري او وایي، چې دا په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخه کې د افغانستان په ګټه ده خو یو شمېر نور بیا وایي چې ښایي په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي هډو له جوړېدوسره د افغانستان او د سیمې او ګاونډېوهېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شي.
خو ډیر شمېر پخوانيو جهادي مشرانو، دیني عالمانو اوعامو خلکوپه افغانستان کې د امریکا د پوځي هډو د جوړولو له نظر سره مخالفت څرګند کړی او دا په یوه ډول پردې هېواد د امریکا خیټه اچول بولي.