د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۸

د لیبیا پر مشر معمر قذافي نړېوال فشار زیات شوی دی


ویل کېږي چې د قذافي پلوو ځواکونو د لیبیا په بیلابیلو ښارونو کې پر مظاهره چیانو ډزې کړي
ویل کېږي چې د قذافي پلوو ځواکونو د لیبیا په بیلابیلو ښارونو کې پر مظاهره چیانو ډزې کړي
د لیبیا په مشر معمرالقذافي باندې نړیوال فشارونه زیات شوي چې له واکه باید لیرې شي. دا په داسې حال کې ده چې د رژیم ځواکونه د هغو سېمو د بیرته نیولو هڅې کوي چې مخالفانو نیولې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلينټن وایي، ددې وخت رارسیدلی چې قذافي سمدستي واک پریږدي.


نړیوال مشران چې د ملګرو ملتونود بشري حقونود شوری په غونډوکې د ګډون په مقصد په جنیوا کې راټول شوي، د سې شنبې په ورځ یې د لیبیا په مشر معمر القذافي باندې غږ وکړ چې د نورو وینو د تويیدو د مخنیوي په مقصد باید له واکه لیرې شي.

راپورونه وایي، په لیبیا کې د تېرو دوو اونیوشخړو په جریان کې شاوخوا زر کسان وژل شوي دي.

په عین حال کې د دوشنبې په ورځ په برسل کې، د اروپایي اتحادیې غړیو هیوادونو په قذافي او د هغه په نږدي همکارانو باندې یو لړ بندیزونه ولګول. په بندیزونو کې لیبیا ته دوسلو نه استول او د سفربندیزونه هم شامل دي.
د اروپایي اتحادیي ۲۷ غړي هیوادونه سلا شول چې د قذافي، د هغه د کورنۍ او حکومت شتمنۍ به قیدوي او دغه راز به په لیبیا باندې اوښکې بهوونکی غاز او د شخړو ضد نور وسایل چې د مظاهره کوونکو د ټکولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کيږي، نه پلوري.

ډيپلوماتیکې هلې ځلې په داسې حال کې روانې دي چې په لیبیا کې شخړې مخ په زیاتیدو دي.

قذافي ته وفادارو ځواکونو، طرابلس ته نږدې سېمو میزوراتا او الزاویه باندې چې مخالفانو نیولې، د جنګی جيټ الوتکو، ټانکونو او وسله والو ځواکونو تهاجمې حملې پيل کړي دي.

په راپورونو کې ویل شوي، مخالفانو په الزاویه ښار ګوټې کې د قذافي د رژیم ملاتړې ځواکونه په شا تنبولي او شاوخوا لس عسکر یې وژلې دي.

د سېمې اوسیدونکې وایي، د ښار په شاوخوا به د څو راتلونکو ورځو لپاره هم جګړې روانې وې.

په میزوراتا کې حکومت ضد ځواکونواداعا کړې چې د رژیم یوه جنګي جیټ الوتکه یې چې د ښار د پاسه ګرځیدله، راغورځولې ده.
د قذافي طرفدار ځواکونه وایي، له تونس سره یې مهمه ګډه پوله بیرته له مخالفانو څخه نیولې ده.

عینی شاهدان وایي، د رژیم جنګي الوتکو د ختیځ ښار اجدبیا څېرمه د وسلو یوه ډیپو چې مخالفانو نیولې وه، بمبار کړې ده. د لیبیا دفاع وزارت دا ادعا رد کړې ده.

د لیبیا قرینا ورځپاڼې د سې شبې د ورځې ګڼې کې لیکلې، په طرابلس کی د قذافي ملاتړو وسله والو د مظاهره کوونکو د خورولو په مقصد په خلکو ډزې وکړې.

په ډزو کی یو شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شوری ته وویل، معمر القذافي باید استعفی وکړي:

کرنیل قذافي او دده د شاوخوا کسان د نړیوالو قانوني او اخلاقي مکلفیتونو څخه د سرغړونو له وجې باید مسول وپیژندل شي . په دغو اعمالو سره دوی د حکومت کولو مشروعیت له لاسه ورکړی او د لیبیا خلکو په ډاګه کړی : ددي وخت رارسیدلی چي له نورو زیاتو شخړو پرته باید قذافي ليرې شي.
هیلري کلنټن وویل، د امریکا متحده ایالاتو د لیبیا په ختیځ کې لیبیانو ته د مرستې لاس غزولی او واشنګټن د لیبیا له خلکو سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

په عین حال کې د امریکا د دفاع وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ وویل، د امریکا پوځ، د لیبیا شاوخوا ته خپل سمندري او هوایي ځواک سمبالوي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، د متحده ایالاتو هیڅ بحري بیړۍ په لیبیا کې په کوم پوځي عمل کې ښکیل نه ده خودا خبره یې تکرار کړه چې د جمهور رییس اوباما اداره په هر ډول انتخاب غور کوي.

معمر القذافي د لیبیاپه مرکزطرابلس کي په یوه رستورانت کې د لویدیځو خبریالانو ددې پوښتنې په ځواب کې وخندل چې ایا دی به د نړیوالو مشرانو د غوښتنې پر اساس واک پریږدي؟
قذافي وایي، د لیبیا په خلکو ګران دی:

(زه په دوي ګران یم. ټول خلک له ما سره دي. په دوي ټولو زه ګران یم. زما خلک به زما د ساتلو لپاره ځانونه قربان کړي.)
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویلي وړاندیز کړی چې د لیبیا په ټولو مالي راکړو ورکړو دې د شپیتو ورځو بندیز ولګول شي تر څو قذافي ته پیسي ونه رسیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شوری ته په وینا کي وویل، د قذافي د رژیم له خوا د مظاهره کوونکو ټکول د منلو وړ نه دي.
XS
SM
MD
LG