د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د ولسي جرګې د مشر په ټاکلو کې ولسمشر کرزی بریالی او لوېدیځوال ناکامه شول


د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو په اړه څرګند شوي غبرګونونه او په افغانستان کې د سولې او پخلاینې روانې هڅې نن بیا هم د کابل چاپ ورځپاڼو، د بحث اساسي مسایل جوړوي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د لویدیځو ډیپلوماټانو په حواله په غټو ټکو سره لیکلي، چې دوی غوښتل د ولسمشر کرزي په وړاندې یوه غښتلې ملي شورا جوړه کړي، څو د هغه واک محدود کړي او بلاخره د هغه د ګوښه کولو امکانات برابر کړي.

خو ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې داسې ونشول او ولسمشر کرزی بریالی شو، چې د ولسي جرګې د مشر په توګه د یو غښتلي او د ده د مخالف سیاستوال د انتخاب مخه ونیسي.

ورځپاڼې وړاندې په خپله تبصره کې لیکلي، چې لویدیځوالو ته د ولسي جرګې ریاست خورا مهم و، خو د دوی د تمې برخلاف یو پخوانې جهادي قومندان، چې به خټه ازبک دې د دې جرګې د رییس په توګه انتخاب شو.

ورځپاڼې وړاندې په دې اړه د ولسي جرګې د ځینو غړو نظر هم راخستي او لیکلي، چې د ولسمشر کرزي هدف دا و، چې په دویم ځل د یونس قانوني د انتخاب مخه ونیسي او بلاخره خپل دې هدف ته ورسید.

ورځپاڼې وړاندې د ځینو وکیلانو په حواله لیکلي، چې د دې جرګې نوی رییس یو ګمنامه کس دی او د ولسمشر کرزي په خوښه به کار وکړي.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د ولسي جرګې د اداري پلاوي د انتخاب مسالې ته ځانګړې کړې او لیکي، چې جرګې ځان ته دویم مرستیال او منشي وټاکل، خو د لومړي مرستیالۍ او دویم منشي لپاره کاندیدانو ونه کړای شول، چې غوڅ اکثریت ترلاسه کړي.

دې ورځپاڼې بیا د مشرانو جرګې د انتصابي غړو د ټاکلو په بهیر د ځینو لږکیو انتقاد راخستی او ویلي یې دي، چې د دوی په استازیتوب داسې کسان ټاکل شوي، چې د دوی استازیتوب نه شي کولی.

د ورځپاڼې اشاره تر ډیره د ګوجر قوم انتقاد ته ده، چې د دوی په استازیتوب ټاکل شوې کس د خپل توکم نه بولي.

ورځپاڼې وړاندې د دې قوم د شورا په حواله لیکي، چې دوی د مشرانو جرګې په انتصابي غړو کې له خپل استازیتوب نه محروم ساتل شوي.

په افغانستان کې د سولې او پخلاینې روانې هلې ځلې د کابل چاپ ورځپاڼو د بحث بله مهمه مساله ده.

ویسا په یو مطلب کې د سولې د عالي شورا له روانو هڅو څخه د سیمې او نړۍ د هیوادونو د ملاتړ مساله راخستې او په دې ترڅ کې د ترکیې په رول بحث کړی.

ورځپاڼه لیکي، چې په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو څخه د ترکیې ملاتړ یو ښه زیری دی او دا ځکه، چې دا د ناټو یو غړی هیواد دی او کولی شي، په دې اړه د دې سازمان د غړو هیوادونو د ملاتړ په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا په جده کې د تما د ډلې په غونډې بحث کړی، چې د روانې میلادي میاشتې په لومړنۍ لسیزه کې جوړیږي.

ورځپاڼه لیکي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو سربیره د افغانستان لپاره د لویدیځو هیوادونو ځانګړي استازي برخه واخلي.
XS
SM
MD
LG